د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما د "صحي بیمې" پر فسخه کولو ګوندې ناندرې پیلې شوي دي


یو شمیر امریکایان او د هغوئ استازي د اوباما د صحي بیمې پلان سره مخالفت کوي
یو شمیر امریکایان او د هغوئ استازي د اوباما د صحي بیمې پلان سره مخالفت کوي

د جمهورر ئیس بارک اوباما د صحي بیمې ډیر مهم پلان د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو ترمنځ په ېوه بې سارې او څرگنده مبارزه بدل شو.

جمهوري غوښتونکي وايي ځکه غواړي دا بیمه فسخ کړي چې بیه ېې ډېره اوچته شوېده. جمهور رئیس اوباما د خپلې دورې په لاسته راوړنو کې ددې صحي پلان عملی کول ډیرمهم بولي.

ددی صحي بیمې د اعلان سره په ملیونونو امریکایان دا بیمه واخیسته
ددی صحي بیمې د اعلان سره په ملیونونو امریکایان دا بیمه واخیسته

دا صحي بیمه هرچا ته د عاید مطابق شرایط مساعدوي او په همدې دلیل ورته د توان برابرپلان هم ویل کیږي. د اوباما د همدې صحي پلان له مخې شل ملیون امریکایانو صحي بیمه واخیسته.

خو د چهارشنبې (جنورۍ-۴) په کانگرس کې ډېره غیر معمولي ورځ تیره شوه. دواړو خواو (دیموکرات – جمهوري غوښتونکي) په ښکاره د خپلو گوندونو په ملاتړ ددې پلان په اړه خبرې وکړې.

د احصاییو له مخې په امریکا کې تقریبا پنځوس ملیونه خلک صحي بیمه نلري. د روغتیايی بیمې مسله چې د خلکو له وسې سره برابره وي، ډېره مهمه ده. مبصرین اټکل کوي چی دا به د منتخب جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د حکومت لومړنۍ مبارزه وي.

د منتخب جمهور رئیس ټرمپ مرستیال مایک پنس د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکو ته وویل چی ددې پلان د فسخ کولو لومړي گامونه ډېر نیژدی دي او منتخب ولسمشر به په سپینه مآڼۍ کې، په اوله ورځ دا گامونه اوچت کړي.

سپینې ماڼۍ سمدستي جمهوري غوښتونکو ته خبرداری ورکړ چی دا لومړي گامونه به دومره آسانه نه وي څومره چی ښکاري. دسپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست وویل د انتخاباتي مبارزې په وخت کې د وعدو کولو او د هغو د ترسره کولو ترمنځ کله چې څوک قدرت ته ورسیږي توپیر موجود وي.

دموکراتان د رایو ورکوونکو په ملاتړ ډاډه دي او په دې اړه یی د ستراتیژۍ په جوړولوغونډه وکړه.

یوې دیموکرات استازې ایلاجه کمنگز وویل ولسمشر داخبره څرگنده وکړه چې سیاست زموږ پرخوادی، کله چې زیاترو سروې گانو ته وکتل شي نو څرگندیږي چی د امریکا خلک ددی صحي بیمې فسخ کول نه غواړي.

کله چې د کانگرس غونډه روانه وه، نو منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر کې جمهوري غوښتونکي دیته وهڅول چی د صحي بیمی د پلان د ناکامۍ پړه پر دموکراتانو واچوي. ډیرو جمهوری غوښتونکو ددې پیغام هرکلی وکړ او وې ویل چی دا د امریکا د خلکو سره د منتخب ولسمشر دخبرو کولو ډیره نادره ط‏ریقه ده.

خو د سنامجلس دموکرات غړي په ټینگه دا نیت لري چی د ټرمپ د ټویټر خبرې دهغه خلاف وکاروي. پدې جمله کې دیموکرات سناتور برني سندرز وویل مخکی له دېنه چی کانگرس زښت ډیر وخت ضایع کړي، پکارده چی ډانلډ ټرمپ رامخ ته شي او واضح ووايی چی ډانلډ ټرمپ به هرهغه قانون ویټوکړي چی روغتیايی پلانونه او ټولنیزه حکومتي مرسته یا سوسیال له منځه وړي.

XS
SM
MD
LG