د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د ټرمپ روغتیايي لایحه له خپلې اجنډا وویستله


دا په سیاسي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ لومړنی ماتې وه.
دا په سیاسي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ لومړنی ماتې وه.

د امریکا کانګرس د ولسمشر ټرمپ نوی روغتيايي پلان له خپلې اجنډا څخه وویست.

ولسمشر ټرمپ ډېره هڅه وکړه چې د کانګرس د استازو اکثریت رایي وګټي او خپله لومړنۍ ستره پالیسي تصویب کړي، خو په دغه کار کې پاتې راغی.

ښاغلي ټرمپ د کانګرس له دغې پرېکړې نه وروسته وویل چې هغوی یوې موافقې ته نژدې شوي وو، خو "کله چې بل لوری یعني دموکراتان تاسو ته یوه رایه هم نه درکوي، دا په رښتیا یوه ستونزه وي".

که څه هم ښاغلي ټرمپ په دغه کار کې دموکراتان ګرم وبلل، خو په اصل کې د خپل ګوند داخلي اختلاف یې د هغه د صحي پلان د ناکامېدو سبب شو.

تر دې مخکې د جمهوري غوښتونکو محافظه کاره ګوندي ډلې د ولسمشر له مرستیال مایک پنس سره په دې اړه خپله روانه غونډه لغوه کړه او د استازو د مجلس رئیس، پال راین ، سپینې ماڼۍ ته ولاړ چې په خپله ولسمشر ته دا بد زیری واوروي.

ښاغليو ټرمپ او راین په ګډه د مخکني ولسمشر اوباما د روغتیايي بیمې د لغوه کولو لپاره کار کړی و، ولسمشر ټرمپ د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د دغې روغتیايي بیمې د لغوه کولې ژمنه کړې وه.

ښاغلي ټرمپ د دغې ماتې پړه پر بېلابېلو ډلو واچوله خو ښاغلی راین یې وستایه چې ډیر زیار یې ایستی و. مګر د مریلنډ پوهنتون استاد، ډانلډ کيپټل وايي چې دا د جمهور رئیس لپاره یوه شخصي ماتې وه. ښاغلي کیپټل وویل چې ولسمشر ژمنه کړې وه چې دا پلان به بدلوي خو دا کار یې ونکړای شو.

له دې هر څه سره سره د استازو د مجلس رئیس هڅه وکړه چې جمهور رئیس زیات زیان و نه ویني. هغه وايي چې جمهور رئیس هڅه وکړه له دغه فرصت نه ګټه واخلي او له خلکو سره مرسته وکړي.

خو د کانګرس غړی مایک کافمن وايي دا د ټولو لپاره یوه ناکامي وه او ټول یې خواشیني کړي دي. اوس پوښتنه داده چې دا حالت بېرته څنګه ښه شي.

اخوا د استازو د مجلس د اقلیتي ډلې مشره ننسي پلوسي وايي "هغه د خپلې دغې مهمې مسئلي په ماتې مونږ ګرم بولي، خو مونږ به وستایل شو او د خلکو باور به ترلاسه کړو".

دا په سیاسي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ لومړنی ماتې وه.

XS
SM
MD
LG