د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: مکسیکو به "۱۰۰٪ " د دیوال د جوړولو لپاره پېسې ورکړي


ټرمپ خپلو پلویانو سره ژمنه کړې چې د کډوالو د ویستلو لپاره به خاص ځواکونه وګماري

ټرمپ خپلو پلویانو سره ژمنه کړې چې د کډوالو د ویستلو لپاره به خاص ځواکونه وګماري

د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند، ډونالد ټرمپ ټینګار کوي چې مکسیکو به د سرحد په اوږدو کې د دیوال د جوړولو "۱۰۰٪ " لګښت ورکړي.

ټرمپ چې په ایرزونا کې د کډوالو په تړاو خپله پالېسي تشریح کوله وویل چې په انتخاباتو کې د بریالي کېدو په صورت کې به د ناقانونه مهاجرو د مخنیوي لپاره په جنوبي سرحدي پولو کې د ۳۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالي دیوال جوړ کړي.

هغه وویل: " مکسیکو به سل په سلو کې د دیوال د جوړولو لګښت ورکړي. هغوي تراوسه پدې نه پوهیږي خو دغه پېسې به ورکړي،" نوموړي د مکسیکو خلکو او مشرانو ته په اشارې زیاته کړه: " د کار په لومړۍ ورځ به موږ د هېواد په جنوبي سرحد کې یو کلک، لوړ، پیاوړی او ښکلی دیوال جوړ کړو."

ټرمپ په داسې حال کې له کډوالو سره د سخت چلند په تړاو څرګندونې کړي چې په وروستیو اونیو کې داسې ګنګوسې وې چې ګواکې هغه د کډوالو د ویستلو په اړه خپل موقف کې بدلون راوستی دی.

له خپلې وینا څو ساعته مخکې ټرمپ په مکسیکو ددغه هېواد له جمهور رئیس "اینریک پینه نیتو" سره ولیدل. هغه وویل چې له مکسیکوي غاړې سره یې د دیوال د لګښت په اړه بحث نه دی کړی.

لدې خبرو وروسته د مکسیکو جمهور رئیس ټینګار وکړ چې هغه به د دیوال د جوړولو لپاره پېسې ورنکړي.

د کډوالو د ویستلو خاص ځواکونه

دونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې په متحده ایالتونو کې مېشت غیر قانوني کډوال به په دغه هېواد کې د اوسیدو اسناد ترلاسه نه کړي.

هغه خپلو پلویانو سره ژمنه وکړه چې ددغو کډوالو د ویستلو لپاره به خاص ځواکونه وګماري.

ټرمپ وویل: " زه به د ډیرو خطرناکو غیرقانوني مجرمو مهاجرو د پیژندنې او اېستلو لپاره خاص ځواکونه جوړ کړم."

XS
SM
MD
LG