د لاس رسي وړ اتصالات

د ترمپ د بهرنیو چارو وزارت کاندید له اکسون سره پرېکون کوي


ښاغلی ټیلرسن له روسيې سره نژدې روابط لري

د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ټرمب د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند، ریسک ټیلرسن، منلې که وزیر شو، د اکسون د تیلو له شرکت سره خپلې ټولې اړیکې پرې کوي.

د اکسون شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي که د امریکا کانګرس ښاغلي تیلرسن ته د تاید رایه ورکړه، د هغه د اسهامو ټول عواید به یوې خپلواکې مالي ادارې ته انتقال کړل شي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ښاغلي ټیلرسن د ونډو امتیازونه لغوه شوي او د پلان له مخې د هغو څلور میلیونه ډالرو ورکړه، چې په پام کې وه راتلونکو دریو کلونو کې هغه ته وسپارل شي، هم ځنډول شوې ده.

په خپله ښاغلي ټیلرسن هم ژمنه کړې چې که وزیر شو، د اکسون په شرکت کې به خپل څه باندې ۶۰۰زره ونډې وپلوري.

د اکسون شرکت وايي په پام کې لري چې د ښاغلي ټیلرسن پر ځای به دارن دووس د دغه شرکت عمومي مشر وټاکي.

ښاغلی ټیلرسن شاید له روسې سره د خپلو نژدې اړیکو له کبله په کانګرس کې د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو له سختو پوښتنو سره مخامخ شي، چې ځوابول به یې اسانه نه وي.

د متحدو ایالتونو د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته د اکسون شرکت ونډې په سلو کې ۶.۵ فیصده زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG