د لاس رسي وړ اتصالات

تورپوستي امریکايي مسلمانان د یووالي هلې ځلې کوي


ځيني تورپوستي مسلمان امریکايان فکر کوي له دوه ګوني تبعیض سره لاس او ګریوان دي.

د دونالد ټرمپ له ولسمشرۍ سره سم په امریکا کې ځیني دیني او نژادي اقلیتونه یا لږکي د تبعیض او سیاسي-ټولنیز توپیر له زیاتوالي اندیښنه لري. پدې ترڅ کې تورپوستي مسلمان امریکایان په ځانګړي توګه احساس کوي چې له دوی سره ډېر تبعیض کوي.

پدوې کې ځيني وايي په امریکا غوندې یو هېواد کې چې یو تورپوستی واوسې، بل مسلمان او بل اقلیت کډوال، ژوند سخت دی.

د یوالي هڅه

اوس ځینې مسلمان فعالان وايي دوی هڅه کوي چې په امریکا کې مسلمانان سره یو موټي کړي. په واشنګټن ډي سي کې مېشت کاشف سعید وايي چې په امریکا کې د مسلمانانو په ضد ګواښونه ورځ په ورځ زیاتیږي.

هغه وايي اوس یې ښه وخت دی چې مسلمان امریکایان سره یو ځای شي خپلې تجربې شریکې کړي او په امریکا کې د نورو اقلیتونو لکه د تور پوستو په څېر اغیزناک فعالیتونه پيل کړي.

په شیکاګو کې د مسلمان اکشن ټولنې یو غړي شمیر همپیل اسوشیټډ پرس ته وويل چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د ځينو مسلمانو هیوادونو څخه د سفر پر راتګ د بندیز ناکامه فرمان، نه یوازې مسلمانان هیښ کړل بلکه هغوې سره یې د نورو اقلیتونو خواوږي هم رامنځته کړه.

ښاغلی همپیل وايي پر یوې غونډې کار کوي چې مسلمانان راټول کړي او د امریکا پالیسي جوړوونکو ته ووايي " هېچا ته اجازه نه ورکو چې موږ سره جلا کړي. موږ ټول سره یو ځای کیږو او له یو بل سره مرسته کوو".

په هغو هېوادونو کې چې ولسمشر ټرمپ یې امریکا ته د خلکو پر راتګ بندیز لګولی، یو هم سوډان دی. فاروق وايي د ده مور او پلار له سوډان څخه ډېر مخکې امریکا ته راغلي دي، خو له دغه بندیز وروسته اوس یې کورنۍ هغې سیمې ته وکوچېدله چې عرب مسلمانان په کې زیات دي..

د تور پوستو او اقلیت مسلمانانو په نامه په ټولنیزو رسنیو او په خاص ډول په ټویټر کې هم خلکو کمپاینونه وکړل. په دغو کمپاینونو کې مارشال علي یې وستایه چې لومړنی تور پوستی مسلمان امریکایی و چې د اوسکار جایزه یې وګټله. علي یو سینمايي ستوری او رپ سندرغاړی دی.

امریکايي مسلمانان

سره له دې چې د امریکا د مسلمانانو مرکز اټکل کوي چې په دغه هېواد کې د څلورو او شپږو میلیونو ترمنځ مسلمانان دي، خو د پیو تحقیقاتي مرکز بیا وايي چې په امریکا کې ۳.۳ میلیونه مسلمانان اوسیږي.

د لومړي ځل لپاره امریکا ته د مسلمانانو راتګ د افریقايي او منځني ختیځ له هېوادونو څخه پيل شو چې یو شمېر یې د غلامانو په توګه امریکا ته راوستل شول.

داسې ارقام نشته چې وښيي په دغو مسلمانانو کې یې څومره تورپوستي او څومره یې د نورو نژادونو دي، خو په امریکا کې تقریبآ د هر اسلامي هېواد وګړی پیدا کیږي.

سره له دې چې راپورونه وايي چې د انتخاباتو پر مهال او د ټرمپ د حکومت له راتګ وروسته د امریکا په ځینو برخو کې له مسلمانانو سره د زور زیاتي او پر هغوی د بریدونو پېشې زیات شوي، خو په دې اړه لا رسمي دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG