د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمان امریکایي ترمپ ته د نوماندۍ په مهال د بریا دعا وکړه


د ټرمپ لپاره د مسلمانانو د بنسټ مؤسس سجاد ترار پرون د جمهوري غوښتونکو په گوندي غونډه کې وینا وکړه.

د ټرمپ لپاره د مسلمانانو د بنسټ مؤسس سجاد ترار پرون د جمهوري غوښتونکو په گوندي غونډه کې وینا وکړه.

په متحده ایالاتو کې میشت مسلمانان وایي د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند نوماندی، دانلد ترمپ د مسلماناتو په هکله داسې څرگندونې کړي دي چې بل هیځ څوک یې په دې صراحت نه شي کولای.

خو د جمهوریت غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د تمې خلاف شېبې، د دونالد ټرمپ د نوماندۍ په شپه یو تن امریکايي مسلمان هغه ته د بریا توفیق غواړي.

د ټرمپ لپاره د مسلمانانو د بنسټ مؤسس سجاد ترار پرون د جمهوري غوښتونکو په گوندي غونډه کې وینا وکړه.

هغه وویل "د دعا لاسونه پورته کړئ، خدایا زموږ ملت یو نوي رهبر ته اړتیا لري، داسې یو حاکم ته چې امریکا د تقوا لارې ته هدایت کړي. موږ د امریکایانو په صفت رښتیني امید او بدلون ته چمتو یو او یو کلک رهبر غواړو چې وکولای شې پدې لار کې هڅه وکړي."

سجاد ترار په ملي کنوانسیون کې تر خپلې وینا وړاندې په ساعتونو له خبریالانو سره خبرې وکړي څو یې پدې پوه کړي چې امریکايي مسلمانان د ټرمپ اختلافي وړاندیزیونه نه ردوي.

د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند نوماند دانلد ترمپ ویلي و چې امریکا ته د گواښ د مخنوي لپاره د نړۍ له هغو برخو نه د کډوالو راتگ بند کړي چې د ترهگرۍ سابقه لري.

"زه به د ګواښ د پاې ته رسولو دپاره، د نړۍ له هغو برخو مهاجرت بند کړم چې د متحدو ایالتونو، اروپا او زموږ د ملګرو په وړاندې د ترهګرۍ ثابت تاریخ لري."

پر مهاجرت د ټرمپ کلک دریځ د دې لامل شوی چې د ترار په څېر د ټرمپ لپاره د مسلمانانو د بنسټ نور غړي د هغه ملاتړ وکړي.

د ترمپ د مسلمانانو د بڼست څخه تاجد فرار وایي"د دونالد ټرمپ لپاره د امریکا امنیت لومړیتوب لري او د یوه امریکايي مسلمان په توګه دا زما لپاره هم یو لومړیتوب دی."

له همدغه بڼسټ څخه رابعه کزان بیا د دانلد د دریځ داسې ملاتړ کوي."که ټرمپ د مسلمانانو موقتي ممانعت کوي او د هغوي سابقه څاري، نو دا خو ښه دی."

رابعه په یوه محافظه کاره ترکۍ کورنۍ کې زیږیدلې چې وروسته یې د ځېنو ستونزو له کبله متحدو ایالاتو ته کډه شوې ده.

میرمن رابعه کزان، د دموکرات گوند احتمالي نوماندې هیلري کلنټن باندی د ټرمپ نیوکې پر ځای بولي."بنسټ پال اسلام - اجازه راکړئ چې ووایم ددې اصطلاح کارول ډیر ضروري دي. ځکه دا هغه څه دي چې هرڅوک يي غواړي پټ کړي خلک لدې ویریږي چې مسلمانانو ته توهین وشي څو و نه پاریږي. اسلام سملاسي اصلاح ته ضرورت لري، کلنټن او اوباما نه غواړې پدې برخه کې مرسته وکړي."

خو یوه اصلي پوښتنه داده چې آیا د نوامبر په عمومي ټاکنو کې د مسلمانانو رايه د ترمپ لپاره مهمه ده؟

د یوې څیړنې پر بنسټ دا احتمال د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې پر مسلمانو رایه ورکونکو ډیر لږ ښکاري.

د دغې څیړنې موندنې ښیي چې دوه په دریمه برخه مسلمان امریکایان ځان دیموکرات پلوه بولي او یواځې ۱۱ فیصده يي د جمهوریت غوښتونکي نوماند ته د رایو ورکولو خبره کړې ده.

د امریکا او سلام اړیکو شورا څخه رابرت مکاو د فلوریدا او اوهایو ایالتونو په جوماتونو کې د بحثونو د اوریدو په پایلې کې وایي " تر سلو زرو زیات مسلمانان په ویرجینیا ایالت کې دي چې پرانتخاباتو ددغې ټولنې اغیز ښودلی شي. سلګونو او یا هم زرګونو مسلمانانو سره چې ما لیدلي لږتره لږه یواځې ما پکې څو تنه د ټرمپ پلویان موندلي دي."

خو ترار فکر کوي چې د ترمپ پیغام به مسلمانان دده په ملاتړ ور مات کړي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG