د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ مسلمان ملا او سیک کمپاینر


دوی وایي ٌهمجنسبازي په اسلام کې ناروا ده او ټرمپ بې هم مخالف دی خو اوباما قانوني حیثیت ورکړٌ

دوی وایي ٌهمجنسبازي په اسلام کې ناروا ده او ټرمپ بې هم مخالف دی خو اوباما قانوني حیثیت ورکړٌ

ډونالډ ټرمپ نن رسماً د ریاست جمهوري لپاره د جمهوري غوښتونکو کاندید شو، خو یو شمیر خلک هغه مهال حیرانه شول چې د غونډې اختتامیه دعا یوه مسلمان امریکایی ساجد تارړ وکړه.

حیرانتیا د څه وه؟ ایا دا چې ښاغلي ټرمپ څنګه یوه مسلمان ته د دعا کولو بلنه ورکړې وه، او که یو مسلمان څنګه دیته زړه ښه کړ چې د ټرمپ د بربالیتوب دعا وکړي؟

د ځواب لپاره مې پخپله ساجد تارړ وموند.‌ دی دیرش کاله پخوا امریکا ته راغلی، قانون او اسلامي علوم یې لوستي دي او نن سبا خپله دارالوکاله لري او په بډایه خلکو کې شمیرل کیږي.

دی د ًټرمپ ملاتړي مسلمانانً په نوم د کمپاین مشري کوي.‌

تارړ ما ته وویل ٌټرمپ ریښتبا وایي یو شمیر ترهګرې ډلې باید وځپل شي ځکه نه یوازي امریکا ته ګواښ دي بلکې له موږ یې مسلماني تښتولي دهٌ.

ښاغلی تارړ وایي چې ټرمپ د ټولو مسلمانانو پرخلاف نه دی او که ترهګر وځپل شي نو د اصلي مسلمانانو په خیر کار دی.‌

د ټرمپ په غونډه کې د اقلیتونو شمیر ډیر لږ وو او په زرګونو خلکو کې په اسانۍ پیژندل کیدل

د ټرمپ په غونډه کې د اقلیتونو شمیر ډیر لږ وو او په زرګونو خلکو کې په اسانۍ پیژندل کیدل

ټرمپ ویلي وو او په کمپاین کې ډیر ځلې دا خبره تکرار کړې ده چې سخت دریځي ترهګر باید له منځه یوړل شي او امریکا ته د داخیلیدونکو مسلمانو سوانح باید ښه په ځیر وپلټل شي.‌

ښاغلی تارړ دا هم وایي چې ښاغلی ټرمپ په ټولنیزو او دیني عقایدو کې هم د دیموکراتانو بارک اوباما او هیلري کلنټن په پرتله مسلمانانو ته نژدې دی.

تارړ زیاته کړه ٌهمجنسبازي په اسلام کې ناروا ده او ټرمپ بې هم مخالف دی خو اوباما قانوني حیثیت ورکړٌ

جسدیپ سینګ د شلو کالو راهیسي په امریکا کې اوسیږي.‌ د ټرمپ ملاتړی دی او د ساجد تارړ سره په ګډه هڅه کوي چې ټرمپ بریالی شي.‌ دی وایي چې له پخوا راهیسي جمهوري غوښتونکی وو.

ښاغلی سنګ وایي ٌله ډیرو کلونو راهیسي د ټولنیز او اخلاقي مسایلو له امله جمهوري غوښتونکی یم، ډیر ورته والی ورسره لرو او لبرال نظریات مې نه خوښيږيً.‌

وقاص خان ‌ډاکټر دی او یوازي لس کاله کیږي چې د لاهور څخه امریکا ته راغلی دی. دی وایي ګوند مهم نه دی خو سیاسی فعالیت باید وشي.‌

ډاکټر خان زیاته وي ٌد سخت دریځۍ سره باید مسلمانان پخپله مبارزه وکړي، زموږ دین یې بدنام کړی دی، یوه لاره یې دا ده چې ټرمپ ته وښیو چې مسلمانان د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د هغه ملاتړي ديً.

ملا تارړ، ښاغلي سینګ او ډاکټر وقاص همنظره دي چې د ټرمپ په ملاتړ کولو سره یې د خپل خپلوانو له لوري تر سخت فشار رواني فشار لاندې دي.‌

XS
SM
MD
LG