د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن مسلمان ښاروال: ترمپ د اسلام په اړه ناپوه دی


د لندن نوي مسلمان ښار، صادیق خان، د امریکا جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونګو ګوند پر احتمالي کاندید ډونلډ ترمپ نیوکه کړې چې د اسلام په اړه معلومات نلري.

ښاغلي خان د ښاغلي ترمپ هغه وړاندیز هم رد کړ، چې وايي امریکا ته به د ښاغلي خان سفر مستثنی وي. ډونلډ ترمپ تېرکال ویلي وو که ولسمشر شو، امریکا ته به د مسلمانانو پر راتګ بندیز لګوي.

نیویارک ټایمز له ښاغلي ترمپ نه وپوښتل، چې د لندن د نوي ښار په توګه د یو مسلمان انتخابېدو خو به امریکا ته د مسلمانانو د راتګ په اړه د هغه تګلاره بدله کړې نه وي، هغه وویل" استثنات تل وي ".

خو صادیق خان وايي د ښاغلي ټرمپ خبره یوازې " زما په اړه نه ده، بلکې زما د ملګرو، کورنۍ او په نړۍ کې د هر هغه چا په اړه ده چې زما غوندې پس منظر لري".

اسوشیټډپرس وايي صادق خان ویلي "د اسلام په اړه د ډونلډ ترمپ ناپوهي زموږ د دواړو هېوادونو امنیت کمزوری کولی شي ".

صادق خان، چې په خټه پاکستانی دی لومړنی مسلمان دی چې د لندن ښاروال ټاکل کیږي، هغه د برتانیا کارګر کوند غړی دی.

هغه وویل د ښاغلي ټرمپ دا خبرې په نړۍ کې مسلمانان په خطر کې اچوي چې کېدی شي افراطیان له دغه فرصت نه ګټه واخلي.

خو ښاغلي ترمپ ویلي د لندن د ښاروال په توګه د صادق خان په ټاکل کېدو خوشحاله او هیله یې دا ده چې خپله دنده په ښه ډول سر ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG