د لاس رسي وړ اتصالات

د ترمپ څرگندونو مسلمانان بیا په غوسه کړي


 د ټرمپ مسلمان منتقدین بیا وایي چې ډانلډ ټرمپ ترهگري د نړۍ د یوه لوی مذهب اسلام سره یو شان بولي
د ټرمپ مسلمان منتقدین بیا وایي چې ډانلډ ټرمپ ترهگري د نړۍ د یوه لوی مذهب اسلام سره یو شان بولي

په متحده ایالاتو کې مسلمانان د ټولنیزو رسنیو له لارې یو موټي کیږي او په زړورتیا خپل نظر وړاندې کوي. امریکایي مسلمان نوید مرچنت وایي "ملي روحیه او فضا داسې ښکاري لکه چې ټول د سینما په یوه تالار کې راټول شوي وي او یو ناڅاپه غږ وشي چې اور دی. او له دې سره ټول وارخطا وي".

خو د ترمپ یو مسلمان ملاتړی ساجد تارار وایي "د امریکا خوندیتوب د ډانلډ ټرمپ دپاره لومړیتوب لري. او د یوه مسلمان امریکایي په توگه دا زما دپاره هم لومړیتوب لري".

ښاغلی ترمپ ادعا کوي چې ترهگري په نښه کوي او هغه سیمې هم په نښه کوي چې ترهگر پکې روزل کیږي.

خو د هغه مسلمان منتقدین بیا وایي چې ډانلډ ټرمپ ترهگري د نړۍ د یوه لوی مذهب اسلام سره یو شان بولي. د امریکایي مسلمانانو د شورا غړی حسام علیوش په دې نظر دی چې که چېرې یو پیژندل شوی شخصیت دا ډول خبرې وکړي نو دا په اصل کې، د اسلام پر ضد احساسات او د مسلمانانو پر ضد خبرې یو عادی عمل گرځوي.

یو کردی کډوال چې د وژل شوي امریکایی مسلمان سرتیري، د پلار خضر خان له خبرو نه یې الهام اخیستی وايي دی د خپلو حقونو د تامین دپاره د امریکا پر اساسي قانون باور لري.

ښاغلي خضرخان وویل "دا مهمه نده چې له کومه ځایه راغلي یاست، د هر مذهب او قبیلې سره چې تړاو لرئ، که اساسي قانون ومنئ او درناوی ورته وکړئ، نو مونږ ټول د همدی هیواد وگړي یو. او دا هیواد مو گډ کور دی".

د مارچ د میاشتې په یوه سروې کې ویل شوي چې دانلد ترمپ د مسلمانانو په منځ کې یوولس فیصده ملاتړي لري. پدې اړه نورې سروگانې ندي شوي، خو اکثره مسلمانان وایي چې اوس به د پاروونکو خبرو له امله د هغه د ملاتړ کچه نوره هم را ټیټه شوې وي.

XS
SM
MD
LG