د لاس رسي وړ اتصالات

دونالد ټرمپ، نیل گورسچ د امریکا د سترې محکمې د غړي په توگه معرفي کړ


قاضي گورسچ ۴۹ کلن دی او د هاورارډ پوهنتون څخه یې په حقوقو کې ډاکتري ترلاسه کړې
قاضي گورسچ ۴۹ کلن دی او د هاورارډ پوهنتون څخه یې په حقوقو کې ډاکتري ترلاسه کړې

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د فدرال یو قاضي نیل گورسچ، د امریکا د سترې محکمې د قضاتو د شورا د غړي په توگه معرفي کړ او ویې ویل چې د ښاغلي گورسچ په مسلکي وړتیا کې هیڅ کمی نشته.

ټاکل شوی چې نیل گورسچ د انتونین اسکالیا، ځای ناستی شي چې د ٢٠١٦ کال په فبرورۍ کې یې له دنیا سترگې پټې کړې.

د امریکا د متحده ایالاتو د سترې محکمې د قاضیانو د شورا د غړیتوب لپاره باید ښاغلی گورسچ د سنا مجلس رایه ترلاسه کړي او ددې لپاره هغه د سنا مجلس د ١٠٠ غړو څخه د ٦٠ سناتورانو رائیو ته اړتیا لري چې یوه سخته خبره ده، ځکه جمهوري غوښتونکي یواځې ٥٢ څوکۍ لري.

په عین وخت کې ددې امکان شته چې دموکرات سناتوران د ښاغلي ټرمپ له انتخاب سره مخالفت وکړي. د دموکرات گوند سناتور چام شومر ویلي دي چې هغه په دې هکله شک لري چې ښاغلی گورسچ دې د سنا مجلس د دموکراتانو له خوا تائید شي.

د ٢٠١٦ کال په فبرورۍ کې د انتونین اسکالیا له مړینې وروسته د امریکا پخواني جمهور رئیس باراک اوباما هم د واشنگټن ډي سي یو پیژندل شوی قاضي مریک گارلند، ددې څوکۍ لپاره معرفي کړی و، خو د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکو د ښاغلي اوباما وړاندیز رد کړ.

د سنا په مجلس کې د دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د مخامخ کیدو د وړاندوینې سره سره د ښاغلي گورسچ په هکله جمهوري غوښتونکی سناتور تد کروز په دې باور دی چې د ښاغلي ټرمپ انتخاب به په پای کې د سنا مجلس له لورې ومنل شي.

قاضي گورسچ ۴۹ کلن دی او د هاورارډ پوهنتون څخه یې په حقوقو کې ډاکتري اخیستی ده او اوس د امریکا د لسمې حوزې د فدرال قاضي په توگه وظیفه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG