د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ناټو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ


جمهور رئیس ټرمپ او د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرگ د یکشنبې په ورځ تلیفوني خبرې وکړې.
جمهور رئیس ټرمپ او د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرگ د یکشنبې په ورځ تلیفوني خبرې وکړې.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ناټو له عمومي منشي ینس سټالټنبرگ سره په خبرو کې دا ومنله چې د می په میاشت کې ددې پوځي ائتلاف په سرمشریزه غونډه کې گډون وکړي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو مشرانو په تلیفوني خبرو کې د اوکراین د حکومت او بیلتون غوښتونکو پر شخړې هم خبرې وکړې.

اعلامیه زیاتوي چې ټرمپ او د ناټو سرمنشي په دې موافقه وکړله چې څنگه د ائتلاف ټول غړي دیته وهڅوي چې د دفاع لگښتونه ورکړي.

جمهور رئیس ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې پر ناټو سخت انتقاد کړی و او هغه یې یو "تر وخت تیر" ائتلاف بللی و. د کاندید ټرمپ دې خبرې د ناټو غړي سخت وارخطا کړي و چې ښایي امریکا یې نور ملاتړ ونکړي.

د یکشنبې په ورځ په تلیفون کې ټرمپ د ناټو سرمنشي ته وویل چې د ناټو بشپړ ملاتړ کوي.

په بروکسل کې د ناټو د دفتر مخې ته د ائتلاف نښان او د غړو هیوادونو بیرغونه
په بروکسل کې د ناټو د دفتر مخې ته د ائتلاف نښان او د غړو هیوادونو بیرغونه

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې د ټرمپ او د ناټو سرمنشي په اوکراین کې د شخړې پر سوله ییز حل ټینگار وکړ.

د اوکراین د پوځ او د روسیه پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ په نویو نښتو کې شاوخوا ۴٠ تنه وژل شوي دي. دواړه لوري د اوربند ماتولو پړه پر یوه بل اچوي.

تر ټرمپ مخکې د اوباما حکومت د خپلو اروپایي متحدینو سره یو ځای پر روسیه هغه مهال اقتصادي بندیزونه ولگول چې روسیې د اوکراین د کریمیه سیمه اشغال کړله او د دونسک په سیمه کې یې د اوکراین د حکومت پرضد د یاغیانو ملاتړ پیل کړ.

XS
SM
MD
LG