د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د دفاعي لگښتونو په خاطر د ناټو پر غړو سخت انتقاد وکړ


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د شمالي اتلانتیک د ټړون پر غړو هیوادونو باندې پر انتقاد سره وویل چې د ناټو د دفاعي لگښتونو لپاره ددې سازمان د غړو ونډې کافي نه دي.

ښاغلي ټرمپ همداشان د ناټو سازمان د غړو هیوادونو نه وغوښتل چې په ترهگرۍ ضد مبارزې باندې تمرکز وکړي.

هغه د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل "په راتلونکې کې باید ناټو ترهگرۍ، مهاجرت او همداشان د ناټو ختیځو او جنوبي سرحدونو ته د روسیې له لورې گواښونو ته زیاته پاملرنه وکړي."

ښاغلي ټرمپ وویل کچیرې د ناټو غړي هیوادونه د ترهگرو مخنیوی ونه کړي د بریتانیا د مانچستر ښار په څیر حملې به پیښې شي.

ښاغلي ټرمپ وویل "دغه امنیتي اندیښنې هغه دلیلونه دي چې ما ډیر په مستقیمه توگه ویلي دي چې بالاخره د ناټو غړي هیوادونه باید خپلې عادلانه ونډې ادا کاندي."

ښاغلي ټرمپ دمخه گواښ کړی و چې که د امریکا د متحده ایالاتو اروپایي متحدین خپل دفاعي لگښتونه زیات نه کړي واشنگټن به ددغو هیوادونو له ملاتړ نه لاس واخلي. د ښاغلي ټرمپ دغه څرگندونې د بالتیک د حوزې د هیوادونو د اندیښنې سبب شوی وی چې د ناټو د سیال روسیې سره په پوله پراته دي.

د امریکا جمهور رئیس همداشان وویل چې د ناټو د ٢٨ غړو هیوادونو څخه ٢٣ یې لازم دفاعي مصارف نه ورکوي چې د هغه په وینا د دوی دا کار د امریکا د متحده ایالاتو د خلکو او مالیه ورکوونکو په وړاندې یو "غیر عادلانه" اقدام دی.

د ناټوعمومي منشي ینز ستولتنبرگ د ټرمپ خبرې تائید کړې او وویل چې هغه په ډیر څرگند ډول خبرې وکړې او په ډیرو ساده کلماتو کې یې د ناټو متحدینو ته خپل پیغام ورساوه. خو یو لوړپوړي ډیپلوماټ وویل، چې د ټرمپ په دغو تبصرو د ناټو مشران خوشحاله نه بریښیدل.

له بلې خوا ښاغلي ټرمپ داهم وویل چې د امریکا متحده ایالات به خپل هغه ملگری پرې نږدي او هیر به یې نکړي چې د دوی سره دریدلي دي.

د سپنې ماڼی ویاند شان سپایسر وویل، ټرمپ ١٠٠ په سلو کې د گډ دفاعي نظام سره موافق دی.

XS
SM
MD
LG