د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د هیلري د سوریې پلان به دریم نړیوال جنگ پیل کړي


د امریکا جمهوري ریاست مقام ته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ پرون د سه شنبې په ورځ وئیلي دي چې د دیموکرات گوند هیلري کلنټن د سوریې په هکله پالیسي به دریم نړیوال جنگ ته فرصت برابر کړي ځکه چې دا امکان شته دی چې په سوریې کې د روسیې د عسکرو سره لانجه پیدا شي. او روسیه اتومي وسلې لري.

ښاغلي ټرمپ د نړیوالې پالیسۍ په هکله په یوې مرکې کې وویل چې په سوریې کې د ولسمشر بشار اسد د قدرت نه د لیرې کولو په پرتله د اسلامي دولت د ډلې په ختمولو زیات تمرکز پکار دی.

ټرمپ وویل چې هیلري کلنټن به د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتن د دومره سخت انتقاد نه ورسته د هغه سره څنگه خبري کوي؟

ټرمپ د فلپین د نوي ولسمشر روډریگو ډټرټي سره د امریکا د اړیکو د خرابیدو له کبله په ولسمشر اوباما سخت انتقاد وکړ.

په دی برسیره ټرمپ د جمهوري غوښتونکي گوند په غړیو هم سختې نیوکې وکړې چې د هغه په کاندیدۍ متحد نه دي. هغه وویل که د گوند ټول مشران یې ملاتړ وکړي نو هغه به ډیره په اسانه انتخابات وگټي. هغه زیاته کړه "که زمونږ گوند متحد شي نو مونږ به هیلري کلنټن ته دا انتخابات نه بایلو."

د سوریې د کورني جنگ په مسئله ټرمپ وویل چې کلنټن به امریکا دریم نړیوال جنگ ته ورټیلوهي.

د سوریې په هکله کلنټن وایي چې باید د ملکیانو د خوندیتوب لپاره په سوریې کې د پروازونو ممنوعه سیمه یا ( نو فلایی زون ) او په ځمکه خوندي لاري ولرو. خو ځیني کارپوهان وایي چې په دغسې حالاتو کې به امریکا د روسیې د جنگي الوتکو سره په مستقیم جنجال کې اخته شي.

ټرمپ وایي چې مونږ ته پکار ده چې په سوریې نه بلکې د اسلامي دولت په ډلې باندې تمرکز وکړو، که مونږ د هیلري کلنټن خبره ومنو نو دریم نړیوال جنگ ته به داخل شو.

XS
SM
MD
LG