د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا د ټولو لپاره ستر هیواد جوړوم


منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ د ابرهم لنکلن په یادګاري څلي کې
منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ د ابرهم لنکلن په یادګاري څلي کې

ډونالډ ټرمپ چې نن د امریکا د پنځه څلویښتم جمهور رئیس په توګه د وفادارۍ لوړه کوي، د امریکا د ولس سره یې ژمنه وکړه چې " امریکا به د ټولو لپاره ستر هیوا د کړي."

ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د واشنګټن ډي سي په ښار کې خپلو زرګونو پلویانو ته پرون د پنجشنبې په ورځ وکړلې چې د موسیقۍ د یو پروګرام لپاره راټول شوي و.

په همدې حال کې د ډونالډ ټرمپ ویاند شان سپایسر وایي چې منتخب جمهور رئیس به نن د جمعې په ورځ‌د کانګریس د ماڼۍ مخې ته د لوړې د مراسمو په ترڅ کې د وینا پر مهال د هغو ستونزو په هکله خبرې وکړلې چې امریکا ورسره په اوس وخت کې لاس او ګریوان ده.

سپایسر وایي چې د ډونالډ ټرمپ وینا به تر ډیره حده د امریکا د راتلونکې لپاره د هغه شخصي لید لوری بیان شي.‌

منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو نه وروسته د واشنګټن په وخت مازدیګر سپینې ماڼۍ ته ځي او په رسمي ډول د متحده ایالاتو د پنځه څلویښتم جمهور رئیس په توګه کار پیل کوي.‌

د ټرمپ ځینو سلاکارانو ویلي دي چې د کار په لومړنیو څو ورځو کې به د "ریښتیني بدلون " لپاره یو لړ اجرائیوي فرمانونه صادر کړي. د ډونالډ ټرمپ سلاکارانو تقریباً دوه سوه اجرائیوي فرمانونه برابر کړیدي چې د روغتیایي خدماتو، اقلیم د بدلون،‌مهاجرت، انرژۍ او نورو مسایلو په هکله دي.‌خو تر اوسه دا نده معلومه چې هغه به د کار په لومړۍ ورځ‌څومره فرمانونه لاسلیک کړي.‌

دغو چارواکو ویلي دي‌ چې په اجرائیوي فرمانونو کې به د مکسیکو او امریکا تر منځ د دیوال جوړولو، د غیرې قانوني مهاجرو د ایستلو او د جمهور رئیس براک اوباما د ځینو پالیسو د لغوه کولو لپاره به اقدامات وشي.‌

د ډونالډ‌ ټرمپ مرستیال مایک پنس ویلي دي چې د کابیني ټول یوویشت وزیران ټاکل شویدي او کله چې نوی حکومت د همدې راتلونکي دوشنبې په ورځ خپله د کار لومړنۍ ورځ پیل کوي،‌د حکومت ټول ۵۳۶ مامورین چې په مختلفو حکومتي ادارو کې په دندو ګمارل شویدي،‌د کار لپاره حاضر وي.‌

ښاغلی پنس وایي چې د جمهور رئیس براک اوباما د حکومت پنځوسو غړیو هم منلې ده چې د نوي حکومت سره به تر هغه وخته کار کوي چې د هغوي ځای ناستي‌نه وي ټاکل شوي.‌

XS
SM
MD
LG