د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ امریکا د آرام سمندر د حوزې د سوداگرۍ له تړون نه وایستله


جمهور رئیس ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د امریکایي سوداگرو سره د کتنې پر وخت
جمهور رئیس ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د امریکایي سوداگرو سره د کتنې پر وخت

جمهور رئیس دونالد ټرمپ په رسمي توگه امریکا د آرام سمندر د حوزې له سوداگریز ټرون نه وایستله. ښاغلي ټرمپ په دې پریکړې سره امریکا په داسې حال کې د اسیایي متحدینو نه لرې کړه چې په سیمه کې د چین نفوذ په پراخیدو دی.

د خپلې انتخاباتي مبارزې د ژمنې په پوره کولو چې د آرام سمندر د ٢٠١٥ کال له معاهدې نه ووځي، ښاغلي ټرمپ تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې یو اجرایي فرمان لاس لیک کړ او د آرام سمندر د حوزې د ١٢ هیوادونو د تجارتي همکاریو له تړون څخه یې امریکا وایستله.

ښاغلی ټرمپ چې غواړي داخلي تولیدات پیاوړي کړي وایي د هغه هیوادونو سره یو په یو تجارتي معاملې غواړي چې متحده ایالاتو ته "د یو چا د بد رفتارۍ" په صورت کې ددې اجازه ورکړي چې په ٣٠ ورځو کې خپله معامله ورسره لغوه کړي.

د آرام سمندر د حوزې په سوداگریز تړون کې د امریکا غړیتوب چې د امریکا سوداگرو یې سخت ملاتړ کاوه، د پخواني دموکرات جمهور رئیس باراک اوباما د ادارې له لورې تنظیم شوی و، خو کانگرس نه و تصویب کړی. د اوباما ادارې چین له دې ټرون نه بهر ساتلی و، او په یو مورد کې یې ویلي وو چې که متحده ایالات د نړۍ اقتصادي قانون ونه لیکي، د چین په شان نور هیوادونه به یې ولیکي.

د آرام سمندر د تجارتي تړون غړي

د آرام سمندر د حوزې په تجارتي تړون کې جاپان، استرالیا، نوي زیلاند، مالیزیا، چیلي، کانادا، مکسیکو، پیرو، سنگاپور، ویتنام او د بروني شامل دي.

د واشنگټن د ملي گټو په ټولنه کې د دفاعي مطالعاتو رئیس هري کازیانیز وایي ښاغلی ټرمپ باید اوس د یو علل البدل په لټه کې شي چې د امریکا اسیایي متحدین مطمین کړي.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان هڅه کوي چې د شمالي امریکا د آزادې سوداگرۍ په تړون بیا غور وشي چې د امریکا متحده ایالاتو ته په کې ښه موقع ترلاسه شي. هغه خبریالانو ته ویلي چې غواړي د شمالي امریکا د آزادې سوداگرۍ د تړون د غړو مکسیکو او کاناډا له مشرانو سره وگوري چې دغه پروسه پیل شي.

د سوداگرۍ له مشرانو سره کتنه

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکایي کمپنیو د لسگونو مشرانو سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې مقررات او مالیات به راکم کړي. خو هغوی ته یې خبرداری ورکړ چې د نامناسبو تجارتي معاملو مخه به ونیسي.

ښاغلي ټرمپ د امریکایي کمپنیو پر رئیسانو غږ وکړ چې خپل تولیدات او پانگونه په داخل کې وکړي. هغه وویل "مونږ به پر هغو تولیداتو چې هیواد ته واردیږي په سرحدونو کې ډیر لوړ مالیات وضع کړو".

ښاغلی ټرمپ چې د تیرې جمعې په ورځ د جمهوري ریاست پر کرسۍ کښیناست ژمنه کړې ده چې امریکایي فابریکې او دندې به بیرته متحده ایالاتو ته راستنې کړي.

XS
SM
MD
LG