د لاس رسي وړ اتصالات

 ټرمپ سرخوږیو ته راستون شو


ټرمپ تازه له خپل نهه ورځني سفر څخه واشنګټن ته راستون شو
ټرمپ تازه له خپل نهه ورځني سفر څخه واشنګټن ته راستون شو

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له سفره راستون شو خو کور دننه له یو لړ سختو سیاسي ستونزو سره مخامخ دی.

ولسمشر ټرمپ سعودي، منځني ختیځ او اروپا ته سفر ختم کړ، خو واشنګټن ته په رسېدو سره باید د یو لړ جدي مشکلاتو د حل لپاره لاس په کار او په اړه یې پرېکړې وکړي.

په هغو مسئلو کې چې ولسمشر ټرمپ یې باید په اړه پرېکړه وکړي، یوه هم افغانستان ته د اضافي سرتېرو استول دي. په افغانستان کې د امریکا عمومي قوماندان وړاندیز کړی چې د اورپکۍ د ځپلو لپاره باید هغه هېواد ته نور ځواکونه واستول شي.

سپینه ماڼۍ وايي په دې اړه وروستۍ پرېکړه به ولسمشر ټرمپ کوي. ټرمپ په بلجیم کې د ناټو له مشرانو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي. هغه په سعودي کې د اسلامي هېوادونو او امریکا په کنفرانس کې افغان ځواکونه زړور وبلل او ویې ستایل چې له وسله والو طالبانو سره جنګیږي.

دا مهال ۸۴۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې مېشت دي چې یوه-څلورمه برخه یې د داعش او نورو افراطي ډلو پر ضد عملیات کوي او نور یې افغان ځواکونه روزي او مشورې ورکوي.

روسیه او صحي بیمه

بله هغه ستونزه چې د ټرمپ اداره ورسره مخامخ ده، د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د ټرمپ د دفتر او روسیې ترمنځ د اړیکو مسئله ده.

ویل کیږي چې د ټرمپ زوم جارد کوشنر په تېر ډسمبر کې په واشنګټن کې د روسیې له سفیر څخه غوښتي وو چې له کرملین سره یې د خبرو او اړیکو لپاره یوه خوندي لاره برابره کړي.

د ولسمشر ټرمپ د سلاکار او زوم جارد کوشنر وکیل ویلي چې کوشنر به د ټرمپ په انتخاباتي کمپاینونو کې د خپلې ونډې په اړه کانګرس او فدرالي څېړونکو ته توضیحات ورکوي.

همدغه راز د ټرمپ وکیل مارز کاسوویتز او ځیني نور وکیلان وربلل شوي چې د روسیې په اړه د پیدا شوې ستونزې د قضیې په حل کې مرسته وکړي.

د امریکا د کانګرس ځينې کميټې او فدرال څېړونکو د ټرمپ د کمپاین دفتر او روسیې ترمنځ د اړیکو په باب پلټنې کوي. دا پلټنه هم کیږي چې ولې ټرمپ د فدرالي ادارې د تحقیقاتو مشر جیمز کومي له دندې لېرې کړ.

ټاکل شوې چې ښاغلی کومي به په څو ورځو کې کانګرس ته وبلل شي چې معلومات ورکړي.

بله ستونزه چې د ښاغلي ټرمپ اداره ورسره مخامخ ده، د هغه روغتیايي پلان دی چې د استازو خونو په کمو رایو تصویب کړ خو اوس په سنا کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دی.

د کانګرس د بودیجې څانګې ویلي که دا پلان تصویب شي، تر ۲۰۲۶ کال پورې به ۲۳ میلیونه امریکايان له صحي بیمې څخه بې برخې شي.

XS
SM
MD
LG