د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سعودي ته د ١١٠ میلیارد ډالرو په ازښت وسلې ورکوي


سپینه ماڼۍ وایي سعودي ته دفاعي او پوځي وسایل ورکوي چې ورسره به د دغه هېواد او خلیج امنیت ښه شي
سپینه ماڼۍ وایي سعودي ته دفاعي او پوځي وسایل ورکوي چې ورسره به د دغه هېواد او خلیج امنیت ښه شي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته په خپل لومړني سفر کې له دغه هېواد سره د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تړونونه وکړل.

هغه دا تړون د سعودي له پادشا سلمان بن عبدالعزیز سره لاسلیک کړل، د تړون هدف د سعودي د دفاعي او پوځي وړتیاو لوړول ښودل کیږي.

سپينه ماڼۍ وايي د دغه تړون په اساس به سعودي ته دفاعي او پوځي وسایل ورکول کیږي چې ورسره به د دغه هېواد او خلیج امنیت ښه شي.

همدغه راز سعودي عربستان به په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې هم خپله ونډه زیاتوي چې ورسره به په دغه ډګر کې د امریکا پر اوږو اچول شوی بار هم څه ناڅه سپک شي.

پاچا سلمان بن عبدالعزیز د ښاغلي ټرمپ هرکلی وکړ. تر پښو لاندې یې سره غالی و او په هوا کې جټ الوتکو سلامي وکړه. بې ساري امنیتي ترتیبات نیول شوي وو او ځای ځای پوځي موټرې ولاړې وې.

ټرمپ لومړنی امریکایي ولسمشر دی، چې خپل بهرنی سفر له سعودي پیلوي
ټرمپ لومړنی امریکایي ولسمشر دی، چې خپل بهرنی سفر له سعودي پیلوي

د امریکا د جمهور رئیس لومړی بهرنی سفر ځانگړی معنوي ارزښت لري. تر دې وړاندې هیڅ یو امریکايي مشر، خپل بهرنی سفر له سعودي نه و پيل کړی.

په دې سفر کې د سیاسي اجنډا تر څنگ چې ټرمپ د اسلامي هیوادونو کنفرانس ته وینا کوي، د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د میلیارد ډالرو د وسلو تړون لاسلیک کیږي، او د یولس امریکایي شرکتونو او د سعودي د تیلو د شرکت ارامکو ترمنځ د پنځوس میلارد ډالرو گډې پروژې لاسلیک کیږي.

ډانلډ ټرمپ وویل " سعودي عربستان د اسلام د مقدساتو کور دی، او موږ به د همدې ځای نه د مسلمانانو متحدینو سره یو ځای د سخت دریځی او ترورزم پر ضد مبارزه پیل کړو."

د ټرمپ د سفر لپاره په سعودي کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او دهغه تود هرکلی وشو
د ټرمپ د سفر لپاره په سعودي کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او دهغه تود هرکلی وشو

د ټرمپ لپاره دا یو ډېر ښه چانس دی چې د هغه تصور له منځه یوسی چې گواکې دی د مسلمانو پرضد دی. په ریاض کې د ۲۰ نه زیاتو مسلمانو هیوادونو پاچایان، امیران او جمهور رئیسان ورته راټول شوي دي.

دې مشرانو ته دټرمپ پیغام دا دی چې متحده ایالات به ایران پهمقابل کې د هغوی تر څنگ ولاړ دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ایچ ار مک مسټر وایي " ټرمپ به عرب او مسلمان متحدین وهڅوي چې د سولې او ثبات لپاره، د داعش، القاعده، ایران، د اسد د حکومت او د هر هغه چا په مقابل کې زړور گامونه واخلي چې ټوله سیمه یې بې ثباته کړې ده او په مسلمانو هیوادونو کې یې ولسونه کړولي دي".

په واشنگټن کې د عربیه د تحقیقاتي بنسټ غړی علي شیهابي وایي ټرمپ د سني او عربو رهبرانو د زړه خبره کوي.

ټرمپ وویل سعودي عربستان د اسلام د مقدساتو کور دی او د همدې ځای نه د ترورزم پر ضد مبارزه پیلوو
ټرمپ وویل سعودي عربستان د اسلام د مقدساتو کور دی او د همدې ځای نه د ترورزم پر ضد مبارزه پیلوو

علي شیهابي وویل" ټرمپ غواړي دې رهبرانو ته ووایي چې د ترورزم په مقابل کې د جگړې لومړۍ دفاعي کرښه همدغه اسلامي هیوادونو دي. او دی په دې هم پوهیږي چې د ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره، لومړۍ باید د ایران مخه ونیول شي چې د بې ثباتۍ نه د خپلو سیاسي هدفونو د لاسته راوړلو گټه اخلي".

جمهور رئیس ټرمپ به د اسلام له مرکز سعودي عربستان نه وروسته ، د دوو نورو ابراهیمي ادیانو د یهودو هیواد اسرائیل ته او له هغه د کاتولیک عیسویت روحاني مرکز واتیکان ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG