د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په افغانستان کې تر ټولو د ستر بم کارونه کامیابه ماموریت و


دا لومړی ځل دی چې د امریکا پوځ دومره ستر بم په جګړې کې کاروي.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا پوځ دومره ستر بم په جګړې کې کاروي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په وسله والو د ) جي بي یو –43 ( بم کارونه یو کامیابه ماموریت و.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې "پوځ ته یې بشپړه اجازه ورکړې". ښاغلي ټرمپ دا ونه ویل چې آیا هغه شخصاً د دې بم د غورځولو اجازه ورکړې او که نه خو د امریکا د مخکني حکومت کړنو ته په اشارې وویل" هغه څه چې په تیرو شاوخوا اتو کالونو کې شویدي او هغه څه چې ما په تیرو اتو اونیو کې کړي، دواړه یې ډیر توپیر لري. "

ډونالټ ټرمپ وویل چې امریکا په نړۍ کې تر ټولو " ستر پوځ " لري او دا برید یې هم د خپلو نورو فعالیتونو په شان په ښه توګه تر سره کړی.

په افغانستان کې د دې بم اچولو نه وروسته چې د " ټولو بمونو مور" ګڼل کیږي، امریکایي ځواکونو د لومړي ځل لپاره د سوریې یوه پوځي اډه هم د کروز په توغندیو وویشتله.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي دي چې د دې بم د غورځولو د پاره د څو اونیو راپدیخوا په پلان کار کیده.

تر اوسه نده معلومه چې پدې برید کې په سیمې کې د داعش ډلې ته څومره زیان اوښتی خو پنټاګان وایي چې د امریکا پوځ ښایي سیمې ته ولاړ شي چې د زیان په هکله معلومات واخلي.

پنټاګان همدارنګه ویلي دي چې د برید هدف دا و چې د اسلامي دولت یا داعش په خلاف په تصفیوي عملیاتو کې د افغانستان او امریکایي ځواکونو ته "د خطر کچه کمه شي او د داعش وسله والو ته غټ زیان ورسیږي."

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وایي کوم تونلونه چې پدې بمبارۍ کې په نښه شوي، د داعش وسله والو پرې آزاد تګ راتګ کاوه او د همدغو تونلو نه یې په سیمه کې د افغانستان او امریکایي ځواکونو په آسانۍ برید کاوه.

سپایسر زیاته کړه چې په برید کې تر وروستي حده کوښښ شوی و چې په سیمه کې ملکیانو ته د سر او مال زیان وانه وړي

XS
SM
MD
LG