د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ : بیت المقدس به د اسرائیلو د پایتخت په توگه ومني


د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ د اسرائیلو صدراعظم بنجمن نتن یاهو ته وئیلي دي چې که هغه د جمهور رئیس په توگه انتخاب شي نو هغه به بیت المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توگه ومني.

د ټرمپ د انتخاباتي مبارزې دفتر وایي چې دا به د اسرائیلو په اړه د امریکا په پالیسیو کې لویې بدلون وي.

د اسرائیلو صدراعظم بنجمن نتن یاهو د ښاغلي ټرمپ سره په نیویارک کې د ټرمپ په ټاور کې د یو ساعت لپاره ملاقات وکړ، ټرمپ د نتن یاهو سره ژمنه وکړه چې امریکا به ټول بیت المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توگه ومني. د یادوني وړ ده چې فلسطین د بیت المقدس د ختیځې سیمې د ملکیت دعوی کوي.

بیت المقدس اسرائیلو د ١٩٦٧ کال په جنگ کې ونیوه. اسرائیل بیت المقدس خپل پایتخت گڼي خو ځیني نور هیوداونه چې پکې امریکا هم شامله ده، په تل ابیب کې سفارتونه لري.

د نتن یاهو او د ټرمپ د دغه ملاقات په اړه چې د بندو دروازو شاته وشو، د ټرمپ د انتخاباتي مبارزې دفتر وویل چې هغه د نتن یاهو سره په دی موافق دی چې په منځني ختیځ کې د سولې لپاره دا ضروري ده چې فلسطین دي د کرکې او تشدد نه لاس واخلي او اسرائیل د یهودانو د هیواد په توگه ومنی.

په دی برسیره ټرمپ او نتن یاهو د اسلامي دولت د ډلې او د سیمې په نورو مسایلو هم خبري وکړی.

XS
SM
MD
LG