د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس یو غړی وايي ټرمپ دې د اوباما نه بښنه وغواړي


د متحده ایالاتو د کانګریس یو جمهوري غوښتونکی غړی وایي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دې د مخکني جمهور رئیس براک اوباما نه بښنه غواړي.

ټرمپ په اوباما دا تور لګولی چې د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو پر وخت یې د ټرمپ ټاور ټیلیفونې مکالمې ثبت کړیدي خو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې هیڅ شواهد ندی ورکړی.

د استازو په مجلس کې د اوکلهوما د ایالت استازي ټام کول ویلي دي چې د ټرمپ د ادعا لپاره هیڅ ثبوت نه ویني او په همدې خاطر باید چې بښنه ترې وغواړي.

ښاغلي کول ویلي دي که " ټرمپ بښنه ونه غواړي، مونږ باید چې د دغو تورونو په هکله بې احتیاطي ونکړو."

بل پلو د سنا مجلس د استخباراتو جرګه ګۍ وایي داسې هیڅ نښه نښانه نشته چې وښیي د ۲۰۱۶ د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکې او یا وروسته حکومت د ټرمپ ټارو ټیلیفوني مکالمې ثبت کړي او یا یې څارلي دي.

په همدې حال کې د امریکا د عدلیې وزارت وایي د معلوماتو د برابرولو لپاره یې د کانګریس په غوښتنې عمل کړی. د عدلیې وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ادعا لپاره کانګریس ته معلومات ورکړل شویدي که نه.

خو د کانګریس غړي د عدلیې وزارت نه غواړي چې د ښاغلي ټرمپ د ادعا د ثابتولو لپاره معلومات دې د هغوي سره شریک کړي. د عدلیې وزارت د همدې اوونۍ په سر کې د کانګریس نه غوښتي و چې نور وخت دې ورته ورکړي چې پدې هکله معلومات راټول کړي.

XS
SM
MD
LG