د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي چې امریکا دې د خلکو په نژادي سابقې غور وکړي


 Donald Trump

Donald Trump


د امریکا جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ پرون د یکشنبې په ورځ وړاندیز کړیدی چې د امریکا قانوني ادارو ته پکار ده چې د نژاد له مخې د خلکو تشخیص وکړي.

ډانلډ ټرمپ دغه خبري د اورلنډو تیرې اونۍ د د پېښې نه ورسته د سي بي ایس ټلوژن سره په خپلې مرکې کې کړیدي

هغه وویل چې د خلکو نژادي تشخیص هغه څه دي چې مونږ ورته د یو هیواد په توگه ضروت لرو.

کله چې د ټرمپ نه دا پوښتنه وشوه چې هغه په امریکا کې د مسلمانانو د څارلو په هکله دغه وړانديز کوي نو هغه ځواب ورکړ چې تاسو اسرائیل او نورو هیوادونو ته وگورئ. هغوي دغه کار په کامیابۍ ترسره کوي. او تاسو ته ووایم چې زه د خلکو د تشخیص د فکر مخالفه یم خو اوس پکار ده چې مونږ د هوش او فکر نه کار واخلو.

امریکايي مسلمانان د ټرمپ په دغه ډول ویناگانو سخت اعتراضونه څرگند کړیدي. په دې برسیره د ټرمپ سیاسي مخالفین هم د هغه په دغه وړاندیز اعتراض کوي.

ټرمپ په دی برسیره د جوماتونو د امنیت د زیاتولو لپاره وړاندیز هم کړیدی

XS
SM
MD
LG