د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز : ټرمپ ښايي د کلونو راهیسې مالیات نه وي ورکړي


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالد ټرمپ په ۱۹۹۵ کال کې خپل د مالیاتو په کاغذونو کې ادعا کړې وه چې ۹۱۶ میلیونه ډالره تاوان یې کړی دی.

ددې امکان سته چې هغه ددې تاوان له کبله د کلونو دپاره حکومت ته مالیات نه وي ورکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د تاوان له کبله ټرمپ ښايي خپل په مالیاتو کې زیات مراعت ترلاسه کړی وي او ددې امکان هم سته چې تر ۱۸ کلونو پوري یې ښايي هیڅ مالیات نه وي ورکړي.

‍‍‍ ښاغلي ټرمپ تقریبا د یو میلیارد ډالرو تاوان ادعا کړې وه چې دا رقم کولای سي د هغه کلنۍ مالیه د کاله تر۵۰ میلیونه ډالرو پوري راکښته کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې په دې تړاو یې د مالیاتو د متخصصینو سره مشورې کړي دي او هغو ورته ویلي دي چې د ټرمپ د مالیاتو په اسنادو کې هیڅ داسې غیر قانوني څه نه ترسترګو کيږي. ورځپاڼه زیاتوي چې متخصصین وايي چې هغه یواځي د مالیاتو د موجوده قوانینو څخه خپل په ګټه کار اخیستی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د ټرمپ مدافع وکیل اخطار ورکړی دی چې ددې ورځپاڼې پرضد به قانوني دعوا درج کړي ځکه دغې ورځپاڼې د ټرمپ د اجازې پرته د هغه د مالیاتو په هکله معلومات خپاره کړي دي.

په عین حال کې د ډموکرات ګوند کاندیده هیلري کلینټن وايي چې ټرمپ په دې خاطر د خپلو مالیاتو په هکله معلومات نه خپروي چې که یې خپاره کړل نو دا به معلومه سي چې هغه فیډارلي مالیات نه دي تادیه کړي دي.

XS
SM
MD
LG