د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ بري په اروپا کې ښي لاسي کامیبابۍ ته هیله من کړي


د فرانسې د ښي لاس ګوند ملي جبهې مشره مرین ليپن د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې
د فرانسې د ښي لاس ګوند ملي جبهې مشره مرین ليپن د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې

د امریکا په انتخاباتو کې د دونالد ټرمپ کامیابي ته په ټوله نړۍ کې په تیره بیا په اروپا کې ښي لاسو سیاستوالو او ګوندونو هرکلی ووایه. اټکل کیږي چې د ډیرو اروپايي هېوادونو په راتلونکو ټاکنو کې ښي لاسي، برلاسي شي.

ددغو اروپایي هیوادونو د سیاستوالو څخه یو هم نوربرت هوفر اتریشی دی. هغه هیله من دی چې له حاکمو نظامونو څخه د خلکو د نارضایتۍ له نړیوالې څپې څخه د اتریش د جمهوري ریاست د ټاکنو د وړلو لپاره ګټه واخلي.

ښاغلی هوفر وایي "کله چې د ټولنې حاکمان او ممتاز قشر له رایې ورکونکو سره واټن پیداکړي، خلک یې د قدرت څخه د لرې کولو لپاره رایه ورکوي".

د اتریش د ښي لاسي گوند مشر نوربرت هوفر د هغه هیواد د جمهوري ریاست مقام ته کاندید دی
د اتریش د ښي لاسي گوند مشر نوربرت هوفر د هغه هیواد د جمهوري ریاست مقام ته کاندید دی

د هوفر د آزادۍ ښي لاسی ګوند د مهاجرت پر سر د داخلي جنګ د شروع کولو خبرداری ورکړی. د مهاجرت پرضد د هغه سخت دریځ د رایو په اخېستو کې ورسره مرسته کوي او نظر پوښتنې ښيي چې د خپل سیال، شنه ګوند له مشر الکزاندر ون در بیلن څخه یو څه مخکې دی.

د لندن د رویال هلووی د پوهنتون استاده اندریا مامونه، وایي "سیاستوال د خلکو له ویرې او اندېښنو ګټه اخلي. دوی په حقیقت کې د خپل هویت د پيژندنې یوه نوې نمونه وړاندې کوي. هغه هویت چې تیر طلایي دوران ته یې بیايي آن که طلایي دوران هیڅ موجود هم نه و".

د فرانسې د ښي لاس ګوند ملي جبهې مشرې مرین ليپن ژمنه کړې چې فرانسه بیرته خپل تیر تاریخي دور ته بوزي، هغه دور چې اروپايي اتحادیه او نړیوال آزاد تجارت نه وو موجود.

میرمن لیپن وایي "برتانویانو او امریکایانو برتریت غوښتونکو ته، نه، وویل، زه ډاډه یم چې د فرانسې خلک هم دغه کار کولی شي".

د فرانسې دوه دوره ایز انتخاباتي سیستم تر دې دمه ښي لاسي سیاستوال له قدرت څخه لرې ساتلي. خو ۲۰۱۶ کال وښودله چې د رایې ورکولو پخوانۍ نمونې معاصر سیاست ته یوه ضعیفه لارښونه ده.

اندریا مامونه، وایي ډیر خلک داسي احساس کوي چې ښايي دغو ښي لاسو ته رایه ورکول ګټه ولري، ځکه کیدای شي رایه یې وشمیرل شي او ښايي وضعیت ته بدلون ورکړي او یاهم حد اقل د حاکم قدرت موجود جوړښت یوڅه بدل کړي.

منتقدین د ښي لاسو عمده متحد د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته اشاره کوي او وایي روسي بانکونو د مرین لیپن ټاکنیز کمپاین ته څو میلیونه ډالره پور ورکړی.

میرمن مامونه وایي "پوتین له ښي لاسو خوځښتونو سره د مرستې په کولو سره غواړي چې په اروپايي اتحادیه کې فشار رامنځته کړي. او ملت پال ګوندونه د روسیې طرفدارۍ ته وهڅوي".

په اټالیا کې له مسکو سره د مخالفو سیاستوالو خواخوږي د روسیې له همدې هڅو سره مل ده چیرې چې د ملتپالو لپاره د اساسي قانون د تغیرلپاره د ډسمبر په څلورمه کېدونکې ټول پوښتنه کې د کامیابۍ څرک لګیږي.

دغه تغیر ته منفي رایه ښايي موجود صدراعظم متیو رینزي له قدرت څخه لرې کړي.

په هالنډ کې د آزادۍ ښي لاسی ګوند د نظر پوښتنو له مخې د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې مخکې دی که څه هم مشریې ګیرت وایلدرز د نژادي کرکې د خپرولو په تور تر محاکمې لاندې دی.

د اوس لپاره د ټولو پام اتریش ته متوجه دی چې ښايي په اروپا کې د کېدونکو انتخاباتي زلزلو، لومړۍ زلزله وي.

XS
SM
MD
LG