د لاس رسي وړ اتصالات

دونالد ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات وګټل


دونالد ټرمپ چې اصلاً د جایدادونو غټ او مشهور کاروباري دی او د سیاست په ډګر کې هیڅ تجربه نلري وکړی شو چې د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړي.

دونالد ټرمپ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې هیلري کلنټن ورسره په ټیلیفون کې خبرې کړیدي او خپله ماته یې منلې ده. ټرمپ کلنټن وستایله چې یوه مبارزه میرمن ده او امریکا ته یې ډیر خدمت کړی.

هیلري کلنټن د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، د پخواني جمهور رئیس میرمن او د سنا په مجلس کې د نیویارک د خلکو استازې وه. میرمن کلنټن په ۲۰۰۸ کې هم د جمهوري ریاست مقام ته کاندیده وه خو وروسته بیا جمهور رئیس براک اوباما ته تیره شوه.

جمهوري غوښتونکي دونالد ټرمپ وکړی شو چې په هغو ایالتونو کې خپلې سیالې ته ماتې ورکړي چې خلکو یې د انتخاباتو تر ورځې دا پریکړه نه وه کړې کوم کاندید ته به رایې ورکوي، په ځانګړې ډول د فلوریډا، اوهایو او شمالي کاریلونا په ایالتونو کې .

د ویس کانسن ایالت د ټرمپ لپاره وروستی ایالت و چې د هغه د استازو شمیر یې ۲۷۴ ته ورپورته کړ. هغه یوازې ۲۷۰ استازو ته اړتیا درلوده چې د جمهوري ریاست انتخابات وګټي.

وروسته لدې چې په امریکایي مطبوعاتو کې دونالد ټرمپ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو، هغه په ټولو امریکایانو د یووالي غږ وکړ. ټرمپ وویل چې په ګډه به کار کوو.

XS
SM
MD
LG