د لاس رسي وړ اتصالات

د ترمپ لومړۍ ازموینه- د ژمنو پوره کول او وحدت راوستل


د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالد ترمپ د کار یوه گرانه برخه به دا وي چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال وعدې او ژمنې پرځای کړي او د کمپاین په مهال د شعارونو له امله په هیواد کې رامنځ ته شوي درزونه ورغوي.

د ډونالد ترمپ حیرانونکې بریا د هغه ملاتړو ته د خوب او خیال په شان رسیدلی ارمان دی. ډونالد ترمپ په چټکۍ سره د خپلې بریا په وینا کې پخلاینې ته اشاره وکړه.

ښاغلي ترمپ وویل د دې وخت رارسیدلی چې امریکائیان د یوه واحد ملت په توگه سره یو ځای شي.

خو د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان وروسته د ډونالد ترمپ په ضد د هیواد په گوټ گوټ کې مظاهرو د هغه بریا تر سیورې لاندې راوستې. د ترمپ ضد یو مظاهره کوونکی وایي نا هیلې دی او د ترمپ له بریا څخه ډاریږي.

د دې تر څنگ د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروسته په امریکا کې میشتو اقلیتونو په وړاندې چې مسلمانان هم پکې شامل دي د کرکې له امله ځینو پېښو خلک ویرولي دي.

دې پیښو ته منتخب جمهور رئیس ترمپ د سي بي اس خبري شبکې سره د مرکې په ترڅ کې اشاره وکړه او وې ویل " زه په دغو پیښو ډېر خپه شوی یم. او که زما په خبره کیږي، نو وایم. بس دی، نور داسي مه کوئ.

جمهور رئیس اوباما هم د انتخاباتي کمپاینونو له امله رامینځته شوې تاوتریخوالي اندیښمن کړی دی. ولسمشر اوباما په دې هکله وویل "اوس دا ډېره مهمه ده چې د یووالي گامونه واخیستل شي، اقلیتونو، ښځو او نورو هغو ډلو ته اطمینان ورکړل شي چې د کمپاین د شعارونو له امله اندیښمن دي."

یو خوا سیاسي اندیښنې ډېرې دي بلخوا ښاغلی ټرمپ د خپل حکومت پر جوړولو اخته دی. په لومړي گام کې یې د جمهوري غوښتونکې گوند رئیس رینېس پریبس د خپل دفتر د رئیس په توگه وټاکه او سټیفن بینن، چې یو بحث پارونکی ژورنالیست دی او د ښي اړخ سپین پوستانو سخت دریځه افکار لري، هغه یې خپل مشر سیاسي سلاکار وگمارلو.

د دوه گوندي پالیسۍ له مرکز څخه جان فورټیر وایي د خپل حکومت د جگپوړو کسانو انتخاب د ښاغلي ټرمپ لومړۍ ازموینه ده.

ښاغلی فورټیر زیاتوي" په امریکا کې د حکومت د اساسي څوکیو ډکول یوه ډېره مهمه پروسه ده. ښاغلی ټرمپ په واشنگټن کې سیاسي سابقه نلري نو له همدې امله هغه ډول سیاسي روابط نلري چې عموما" یو جمهور رئیس د انتخابیدلو نه وروسته ورنه کار اخلي."

تمه کیږي چې ښاغلی ټرمپ به څو اونیو کې خپله کابینه اعلان کړي، او همدا لومړني انتخابونه به دا په ډاگه کړي چې هغه څه ډول تگلاره پر مخ بیول غواړي.

XS
SM
MD
LG