د لاس رسي وړ اتصالات

هند په نړۍ کې د توبرکلوز تر ټولو ستر کوربه هیواد


د افغانستان، اندونیزیا او چین په شان نور هیوادونه هم د توبرکلوز د ناروغۍ له جدي خطر سره مخامخ دي.
د افغانستان، اندونیزیا او چین په شان نور هیوادونه هم د توبرکلوز د ناروغۍ له جدي خطر سره مخامخ دي.

هند په نړۍ کې د نري رنځ د ناروغۍ عمده مرکز دی چې د نړۍ په سلو ٢٣ پیښې په دې هیواد کې رامنځ ته کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي تر ٢٠٣٠ پورې د نري رنځ یا تبرکلوز په له منځه وړلو کې د هند ونډه خورا مهمه ده او دا هیواد باید ددې ناروغۍ د کنترول لپاره بودجه وټاکي. د روغتیا نړیوال سازمان د هند د حکومت د روغتیایي پروگرامونو د کمیدو په هکله اندیښنه څرگنده کړې ده.

هند په نړۍ کې د نري رنځ د ناروغۍ عمده ټاټوبی دی چې د نړۍ د تبرکلوز په سلو ٢٣ پیښې په دې هیواد کې رامنځ ته کیږي او تیر کال په کې د ځیگر د مکروبي ناروغۍ له کبله ٢٢٠٠٠٠ زره کسان مړه شوي دي. دا ناروغي د ټوخي او پرنجي له لارې یو بل ته سرایت کوي.

د نري رنځ پر وړاندې مبارزین په هند کې د مړینو پړه د ناروغۍ د سرایت د مخنیوي په کمزورتیا، نه پاملرنه او په کم روغتیایي لگښت اچوي، خو بیا هم د هند د تبرکلوز د مخنیوي پروگرام د ١٩٩٠ څخه تر ٢٠١٣ پورې دا ناروغي له نیمایي څخه زیاته راکمه کړې ده.

د نړیوال روغتیایي سازمان د تبرکلوز د پروگرام رئیس ماریو راویگیلیون وایي د هند مبارزه تر ډیره حده یوه مثبته او بریالۍ کیسه ده، خو د هغه په وینا که هند زیاته هڅه ونه کړي نو دا بریالیتوب به نیمگړی شي.

ښاغلی راویگیلیون وایي " که یو حکومت د روغتیایی چارو بودجه راکمه کړي، تاسې نه شئ راضي کیدای. دا یو عمده نیمگړتیا ده چې باید سمه شي."

د هند صدراعظم نریندرا مودي په ټولنیزو لگښتونو باندې د ټینگ کنترول په وجه له نیوکو سره مخامخ دی. حکومت تیر کال د روغتیایي چارو فدرالي بودجه په سلو کې شل راټیټه کړه چې دلیل یې د پانگې کموالی ذکر شوی دی.

د جولای د میاشتې یو رپوټ څرگندوي چې د نري رنځ پروگرام د پانگې د نشتوالي په وجه ورو شوی دی. نوي ډهلې د ٢٠١٢ څخه تر ٢٠١٥ پورې د تبرکلوز د کنترول او مخنیوي لپاره ٢۴٣ میلیونه ډالر ځانگړي کړي په داسې حال کې چې د ۴٣٢ میلیونو ډالرو غوښتنه شوی وه.

د پراخو غیر صحي او ناسالمو شرایطو، فقر او د عامه روغتونونو د نشتوالي په وجه په هند کې د نري رنځ په وړاندې مبارزه خورا حساسه او مهمه ده. همداشان د عامه پوهاوي د ټیټې کچې او په دې ناروغۍ باندې د اخته توب په خاطر ټولنیز شرم د دې افت د له منځه وړلو هڅې نیمگړې کړې دي.

تبرکلوز تیر کال په نړۍ کې یو عشاریه یو میلیون کسان ووژل او په دې توگه د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه په مړینو کې د اچ آی وي یا ایډز د ناروغۍ څخه مخکې شو.

د افغانستان، اندونیزیا او چین په شان نور هیوادونه هم د توبرکلوز د ناروغۍ له جدي خطر سره مخامخ دي.

د نویو شمیرو له مخې چې د افغانستان د روغتیا وزارت وړاندې کړي دي د نري رنځ ناروغي په کال کې د ۱۳ زرو کسانو ژوند اخلي او هر کال په افغانستان کې شاو خوا ۵۸ زره کسان په دې ناروغۍ اخته کیږي.

XS
SM
MD
LG