د تونس د سوسه په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې د جمعې د ورځې په وژونکي برید کې 39 سیلانیان ووژل شول.
د تونس صدراعظم په همدې اړه د یوې اونۍ په موده کې د هغو ۸۰ جوماتونو د تړلو اعلان وکړ چې دهغه په خبره تاوتریخوالي ته لمن وهي.
همدارنګه د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو په تونس، فرانسې او کویټ کې د جمعې د ورځې تروریستي بریدونه وغندل.
تونس په پام کې لري هغه ۸۰ جوماتونه چې د حکومت له کنترول څخه بهر فعالیت کوي د تاوتریخوالي د راپارولو په تور وتړي.
دغه کار وروسته له هغه کیږي چې په دغه هېواد کې د جمعې په ورځ په بهرنیو سیلانیانو په شوي برید کې تردیرشو زیات سیلانیان ووژل شول.
د تونس صدراعظم حبیب الصید وویل"مونږ غواړو د قانون له مخې د یوې اونۍ په موده کې شاوخوا ۸۰ جوماتونه وتړو. حکومت دغه پرېکړه کړې او مونږ د کورنیو چارو وزیر او نورو اړونده چارواکي موظف کړي چې په همدې اونۍ کې دغه پرېکړه عملي کړي. د قانون له چوکات څخه بهر په تونس کې د هیڅ جومات فعالیت د منلو وړ ندی."
ښاغلي الصید چې د شنبې په سهار په ملي تلویزیون کې خبرې کولې وویل د تروریزم په وړاندې مبارزه د ټولو تونسیانو ملي مسئولیت دی.
ده زیاته کړه "غواړم په دې باندې ټینګار وکړم چې د تروریزم پرضد جنګ دوام لري او دغه جنګ د ټولو خواو همکارۍ ته اړتیا لري. دغه جنګ یوازې د امنیتي ځواکونو او پوځ مسئولیت ندی، بلکه دا زمونږ ملي مسئولیت دی. مونږ باید د تروریزم پرضد متحد شو."
د اسلامي دولت ډلې په تونس او کویټ کې د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.
د فرانسې برید
اخوا په فرانسې کې یوه برید کوونکي خپل موټر د غازو د یوه امریکايي شرکت له ودانۍ سره وجنګاوه او د یوه سوداګر سریې غوڅ کړ.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل هېواد به یې د دغه ډول بریدونو په وړاندې خپل یووالی وساتي.
هغه وویل "په فرانسه کې مونږ د یووالي روحیه لرو چې باید وساتل شي. د یووالي هغه وړتیا چې موږ د جنورۍ د میاشتې په پیل کې د شارلي هیبدو د بریدونو په وړاندې وښوده. په عین وخت کې د فرانسې خلک باید پوه شي چې امنیتي ځواکونه مو په پراخه کچه د امنیت په ساتلو بوخت دي په دومره کچه چې ساری یې په څولسیزو کې نه دی لیدل شوی."
د امنیتي چارو کارپوهان وايي د جمعې د ورځې بریدونو له یو بل سره له څو اړخونو توپیر درلود.
د راند د تحقیاتي ادارې یو کارپوه کریستوف چې وې وايي "برید دا وښوده چې فرانسه نه یوازې د القاعدې بلکه د سلامي دولت د ډلې د اهدافو په لیست کې هم شامله ده. په تونس کې شوی برید له دې کبله مهم دی چې دغه هېواد د افریقا په شمال کې یوازې د امنیت لرلو له پلوه وروستی مهم ځای دی او د کویټ برید له دې امله مهم دی چې دغه هېواد په سیمه کې د امریکا مهم متحد دی نو باید د تشویش وړوي چې د اسلامي دولت د ډلې هدف وګرځید. "
د جمعې د ورځې بریدونه د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون په ګډون د نړۍ د ډیرو هېوادونو چارواکو په پراخه کچه وغندل.