د لاس رسي وړ اتصالات

د تونس خلګ د لسیزو وروسته رایې ورکوي


د تونس خلګ د لسیزو وروسته رایې ورکوي
د تونس خلګ د لسیزو وروسته رایې ورکوي

د تونس خلک نن، رای ورکوي ، چه یوه شورا انتخاب کړي چې هغه شورا بیا د یوه نوي اساسي قانون مسوده جوړه کړي او همداشان ددغه افریقایي هیواد دپاره یوه سیاسي کړنلاره جوړه کړي.

دغه انتخابات به په ١٩٥٦ کال کې ، د تونس د خپلواکۍ راهیسې، لومړني دموکراتیک انتخابات وي چې په دغه هیواد کې کیږي.

د سلو نه ډیرگوندونه ، د ٢١٧ کسیزې شورا دپاره انتخاباتو ته دریدلي دي او دغه انتخابات د تیروانتخاباتو سره ځکه ډیر توپیر لري چې مخکې پرته له واکمن گوند نه بل گوند نه و چې خلک ورته رایې ورکړي.

یو ځلې چې شورا ، نوی حکومت جوړ کړي، بیا به نوی اساسي قانون جوړوي چې د دیکتاتور، زین العابدین د وخت یعنې د زاړه اساسي قانون ځای ونیسي. زین العابدین په تونس کې د جنورۍ د میاشتې په انقلاب کې چې څپې یې غونډې شمالي افریقا او منځني ختیځ ته ورسیدې، له قدرت نه وغورځول شو.

څارونکي وړاند وینه کوي چه اعتدال خوښوونکی او اسلام پالونکی گوند انادا به زیاتې رایې وګټي خو اکثریت رایې به ونه گټي. د وخته لا د اتلاف د تشکیل خبرې کیږي.

XS
SM
MD
LG