د لاس رسي وړ اتصالات

تونس کې د انتخاباتو راېو شمیرنه روانه ده


تونس کې د انتخاباتو راېو شمیرنه روانه ده
تونس کې د انتخاباتو راېو شمیرنه روانه ده

د تونس د انتخاباتي چارو ماموران په ملک کې د لومړنیو دموکراتیکو انتخاباتو د کیدو نه وروسته رایې شمیري. په تونس کی دغه انتخابات د هغه انقلاب نه وروسته وشول چې د عربو د پسرلي پاڅونونه نومیږي او شمالي افریقا اومنځني ختیځ ته خپاره شویدي

د انتخاباتو رسمي نتیجې به نن ناوخته او، یا سبا ته اعلان شي.

راې ورکونکو د دوه سوه اوولس کسیزې حوزه یي شورا، کاندیدانوته راې ورکړې . دغه شورا به یو موقتی حکومت جوړ کړي او هغه به بیا د نوي اساسي قانون مسوده جوړوي.

د ملک د انتخاباتی چارو کمسیون وویل ، د تونس څلوراعشاریه یو ملیون خلک د رایو ورکولو مستحق وو چه د (٩٠) نوي فصدو نه زیاتو یې رای ورکړیدی.

ددې ملک ټول خلک خوشحاله دي او ویاړي چه په لومړي ځل ، یعنې په ١٩٥٦کال کی د خپلواکۍ د اخستو راهیسې ، دوی ته دا فرصت په لاس ورغی چه په څو سیاسي گوندونوکی یو خوښ کړی .

د سلو نه د زیاتو گوندونو کاندیدان انتخاباتو ته ودریدل.

په مخکنیوانتخاباتو کې رای ورکونکو د یوه گوند ، یعنې واکمن گوند کاندیدانو ته رای ورکولی شوې.

د ملگروملتونو عمومي منشي بان کیمون، د تونس خلکو مبارکي ورکړه ، او په دغه جریان کې د شاملو خلکو نه یي وغوښتل چه د یو پراخ او څرگند انتقالي پرگرام لپاره ژمنی په ځای کړي.

پرون د ښاغلي بان کیمون نطاق، وویل دغه انتخابات د سیمې په دموکراتېک انتقال کې یو مهم انکشاف دی .

XS
SM
MD
LG