د لاس رسي وړ اتصالات

ترکمنستان پر خلکو بهرنیو اسعارو ته لاس رسی محدود کړی


په ترکمنستان کې د ویستر یونین د سیستم له لارې له بهر څخه استول شوي اسعار د جون د میاشتې راهیسې یواځې په داخلي پیسو ورکول کیږي
په ترکمنستان کې د ویستر یونین د سیستم له لارې له بهر څخه استول شوي اسعار د جون د میاشتې راهیسې یواځې په داخلي پیسو ورکول کیږي

د رویترز اژانس وایي د ترکمنستان په شان هیواد کې چې حکومت د خپلو زیرمو اندازه نه په ډاگه کوي دا ښایي مشکله وي چې ددې ډول ستونزې کچه څرگنده شي. ددې هیواد مرکزي بانک او د مالیې وزرات په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه وایي.

له بلې خوا د افغانستان او ایران سره په پوله پروت د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریت ترکمنستان کې چې د ٢٥ کالو راهیسې یواځې یو گوند په کې واکمن دی اقتصادي کړکیچ ښایي دومره عواقب ونه لري.

ترکمنستان د اوږدې مودې راهیسې د گازو په صادراتو باندې تکیه لري چې په عمده توگه یې روسیې ته صادروي او اسعار پرې ترلاسه کوي. مسکو د روان کال په جنورۍ کې د ترکمنستان نه د گازو اخیستل په داسې حال کې ودرول چې تیر کال یې له دې هیواد نه خپل واردات د بیې د لانجې په وجه خورا راکم کړي وو.

د ترکمنستان صادرات تیر کال ٣٨،٥ فیصده راولویدل او ددې کال په لومړیو دریو میاشتو چې ارقام یې موجو دي دغه کچه ۴١ فیصده نوره هم راټیټه شوه.

یو ترکمن سوداگر د نوم د نه څرگندولو په شرط رویترز ته ویلي چې مرکزي بانک تیرکال په داخلي سوداگرو باندې د بهرنیو اسعارو پلورل بند کړل. د هغه په وینا اوس د بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه تجارتي بانکونه پرمخ بیایي.

هغه وایي هغه کمپنۍ چې د تاپی (TAPI) په شان پروژو کې چې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان او هند د گازو د پایپ لاین په غزولو بوخت دي لا هم بهرنیو اسعارو ته لاس رسی لري. ټاکل شوې چې د تاپی پروژه په کلي توگه په ٢٠١٩ کال کې بشپړه شي.

یو بل ترکمن سوداگر چې هغه هم د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس سره خبرې کړي وایي د خپل بانک نه یې لس زره ډالر غوښتي وو یواځې ٥٠٠ ډالر یې ترلاسه کړي دي. په داسې حال کې چې دمخه په ترکمنستان کې سوداگرو ته د بهرنیو اسعارو د نه لاس رسي په اړه رپوټونه نه و ورکړل شوي.

د بهرنیو اسعارو د کمښت له کبله د وارداتي شیانو بیې خورا لوړې شوې دي. د ترکمنستان مرکزي بانک د خپلو خدماتو په هکله رپوټ نه چاپوي. خو نړیوال پولي صندوق تیر کال د نومبر په میاشت کې وویل چې ترکمنستان په پوره اندازه بهرني اسعار لري چې کولای شي تر راتلونکو ٣٠ میاشتو پورې پرې واردات وکړي چې دا کچه د نړیوال پولي صندوق د ستندرد له مخې یو ښه حالت دی.

خو د اژانس په وینا عام ترکمنان یواځې د خپل میاشتنې عاید په اندازه بهرني اسعار له بانک څخه پیرودلای شي او د ویستر یونین د سیستم له لارې له بهر څخه استول شوي اسعار د جون د میاشتې راهیسې یواځې په داخلي پیسو باندې ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې دي چې روسیه او چین د ترکمنستان د گازو عمده پیرودونکي دي چې په کال کې شاو خوا ٣٠ میلیارده مکعب میتره گاز ترې اخلي.

XS
SM
MD
LG