د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان مهاجر په ترکیه کې ووژل شو


ددې پیښې په هکله په ټولنیزو رسنیو کې ډول ډول رپوټونه خپاره شوي دي
ددې پیښې په هکله په ټولنیزو رسنیو کې ډول ډول رپوټونه خپاره شوي دي

د ترکیې په استانبول ښار کې د سه شنبې په ماښام په نښتو کې دوه تنه وژل شوي دي چې یو یې ترک او بل یې په ترکیه کې د افغانستان د سفارت په وینا افغان پناه غوښتونکی دی.

تر دې دمه ددغه افغان هویت نه دی په ډاگه شوی، ځکه اکثر مهاجر چې د ترکیې له لارې اروپا ته ځي، هویت پاڼې نه لري.

د افغانستان د مشرانو جرگې رئیس فضل هادي مسلمیار ددغې پیښې په اړوند ویلي دي چې دده د اطلاعاتو له مخې چې د ترکیې نه یې ترلاسه کړي د افغان مهاجرو او یو شمیر ترکانو ترمنځ په نښتو کې د ١٢ نه تر ١٥ تنو پورې افغان مهاجر وژل شوي دي.

همداشان ددې پیښې په هکله په ټولنیزو رسنیو کې ډول ډول رپوټونه خپاره شوي دي او ادعا شوې چې په کې څو تنه افغانان ټپي شوي هم دي.

خو په ترکیه کې د افغانستان سفارت د یو پیغام په خپرولو سره په ټولنیزو رسنیو کې ددې پیښې په اړه مبالغې رد کړي او د استانبول ښار د پولیسو د پلټنو او معلوماتو له مخې یې د یو ترکي او یو افغان د وژنې خبر ورکړی دی.

په استانبول کې د افغانستان قونسلگرۍ ویلي دي چې ددې پیښې په هکله د پولیسو تحقیقات روان دي او تر اوسه د سوریې ٣٠٠ اوسیدونکيو ٢٠٠ پاکستاني مهاجر او ٣٠ تنه افغانان د ترکي مقاماتو له لورې د پلټنو په مقصد توقیف شوي دي.

د استانبول ښار د سلطان غازي او چلبي ساحو کې د سه شنبې په ورځ له تاوتریخوالي ډکې نښتې وشوې.

دغه دوه ساحې د اکثرو سوري، پاکستاني او یو شمیر افغان مهاجرو د اوسیدونې ځای دی.

د استنبول د وروستیو پیښو په اړه زموږ همکارې نوشابه اشنا په استنبول کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلي عبدالملک قریشي سره مرکه کړیده چې دلته ېې اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:04 0:00

XS
SM
MD
LG