د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکې کې د القاعدې شبکې سره مرسته کوونکي نیول شویدي


په ترکې کې د القاعدې شبکې سره مرسته کوونکي نیول شویدي
په ترکې کې د القاعدې شبکې سره مرسته کوونکي نیول شویدي

د ترکیې د مطبوعاتو په رپوټونو کي ویل شوي دي چي پولیسو پنځه کسه په دې تور نیولي دي چي په افغانستان کي یې د القاعدې جنګیالیو ته مرستي رسولې.

ددغو پنځو تنو نه چي زیاتره یې د پوهنتون محصلان دي، وروسته له هغه تحقیقات وسول چي په دې هفته کي د ترکیې په څو ښارونو کي د تلاشیو په وخت نیول سوي دي.

د هغوي نه په دې باب پوښتني وشوې چي د القاعدې غړو ته یې پیسې استولې او د کمپیوټرونو په پروګرامونو باندي یې کار کاوه چي د ناتو هغه الوتکي جړ کړي چي په افغانستان کي په القاعدې باندي حملې کوي.

ترکیې وروسته له هغه د القاعدې په مقابل کي ځان چمتو کړی دی چی په ٢٠٠٣ کال کي د القاعدې مربوطو یاغیانو چي خپله په ترکیه کي روزل شوي وو، په استانبول کي ځان مرگي حملې وکړې او ٥٨ تنه یې ووژل.

د ترکیې پولیسو د جولای په میاشت کي ٢٩ کسه په دې تور ونیول چي د القاعدې سره یې اړیکي درلودې او د جنوري په میاشت کی یې د ١٢٠ تنو نه په دې باب پوښتني وکړې چي د القاعدې ملاتړ یې کاوه.

XS
SM
MD
LG