د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکې کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور د پیدا کیدو پنځمه غونډه


په ترکې کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور د پیدا کیدو پنځمه غونډه
په ترکې کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور د پیدا کیدو پنځمه غونډه

ترکې د پنځم ځل لپاره د افغانستان او پاکستان د جمهور رئیسانو تر منځ د استانبول په ښار کې د یوې غونډې کوربه توبه په غاړه اخیستی دی چې هدف یې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو ښه کیدل دي.

کله چې د افغانستان، پاکستان او ترکې جمهور رئیسانو د امنیتي مسایلو نه نیولې بیا د هیوادونو تر منځ د مرستو او په ځینو نورو موضوعاتو کې د اړیکو د ښه کولو په اړوند څو بیلا بیل تړونونه لاسلیک کول، په تالار کې راغونډیو شویو میلمنو او حکومتي چارواکو هم ورته ښه ګرم د لاسونو پړکار وکړ.

دغه ټول تړونونه د ترکې په مشرۍ د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان او ګاونډي پاکستان تر منځ باور تقویه کړي چې د کارپوهانو په باور دغه ګام د طالبانو بغاوت د پای ته رسولو په لار کې زیات اهمیت لري. د طالبانو یوه جګپوړه چارواکي هم د همدې اونۍ په سر کې د برتانیې د ټیلیګراف د ورځپاڼې سره په یوې مرکې کې ویلي ؤ چې هغوي په یوه بې طرفه هیواد کې د سولې په باب د خبرو لپاره د یوه ریښتیني مرکز د جوړیدو غوښتنه کوي. په بې طرفه هیوادونو کې د ترکې نوم هم یاد شویدی.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي چې د ترکې او پاکستان د جمهور رئیسانو سره تر غونډې وروسته یې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، وې ویل هغه پدې خوښ دی چې ترکیه دې د طالبانو سره د خبرو کوربه توب په غاړه ولري.

" یو شمیر کسانو چې د طالبانو د تحریک سره نږدې اړیکې لري، پدې اړه یې پخوا زما سره خبرې کړیدي. پدې نظر مو هم سره خبرې کړیدي چې که چیرته د طالبانو سره دلته په ترکیه کې جرګه وشي او دلته د هغوي سره د روغې جوړې او د ټولنې سره د طالبانو د بیرته یو ځای کیدو باندې خبرې وشي. که چیرته ترکیه دا مهرباني وکړي او مونږ ته د خبرو لپاره ځای برابر کړي، نو د افغانستان حکومت دیته حاظر دی چې پکې برخه واخلي او دا خوښۍ خبره ده. "

په عین حال کې د ترکې جمهور رییس عبدالله ګل که څه هم چې هغه د طالبانو دچارواکي د مرکې نه اطلاع نه درلوده خو ژمنه یې وکړه چې بیا به هم ترکیه پدې برخې کې مرسته وکړي.

" ښاغلی عبدلله ګل وایي چې د طالبانو د چارواکي په مرکې باندې ندی خبر، خو زیاتوي چې ترکیه په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو ته زیات اهمیت ورکوي. هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې د بیارغونې په چارو کې به هیڅ هم دریغ نکړي. "

د جمعې د ورځې په غونډې کې افغانستان، ترکې او پاکستان ژمنه وکړه چې په ګډه به پوځي تمرینونه کوي چې دا د هغو هڅو لومړنۍ برخې دي چې هدف یې د پاکستان او افغانستان تر منځ د بارو پیدا کول دي.

که څه هم چې د کارپوهانو په باور په پاکستان باندې تل دا تور لګول کیږي چې د دغه ملک استخباراتي اداره یا آی اس آی د طالبانو سره مرسته کوي خو د پاکستان جمهور رییس آصف علي زرداري په خبري کنفرانس دا خبره په کلکه رد کړه چې ګواکې ISI دا کار کوي.

" اجازه راکړئ چې تاسو ته دا اطمینان درکړم چې آی اس آی د طالبانو سره لاس نلري. زما خپله میرمن بې نظیر بهوټو د ترویزم قربانې شوه او زه به داسې مرستې او لاس لرلو ته هیڅ اجازه ورنکړم."

که څه هم چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ستونزې شته دي، خو د ترکې دیپلوماتو په خورا لیوالتیا دا خبره کوي چې د درې اړخیزو خبرو د پیل په وخت کې دا اړیکې دومره خرابې وې چې حتې د افغانستان او پاکستان پخوانیو مشرانو حتی د یو بل سره خبرې هم نکولې خو د پنجشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو جمهور رییسانو یو ځای د ماسخوتن ډوډۍ وخوړله.

XS
SM
MD
LG