د ترکیې د انتخاباتو ادارې پرون د پنجشنبې په ورځ په اساسي قانون کې د بدلون او جمهور رئیس د واک د زیاتیدو په هکله د ریفرینډم یا ټولپوښتنې رسمي نتایج اعلان کړل.
د ترکیې د انتخاباتو د عالي ادارې رئیس سعدي ګوون خبریالانو ته ویلي دي چې د اپریل د میاشتې په شپاړسمې نیټې په ټولپوښتنې یا ریفرنډم کې د "هو" ډلې ۵۱ عشاریه ۴۱ او د "نه" ډلې بیا ۴۸ عشاریه ۵۹ رایې ګټلي دي.
ښاغلي ګوون ویلي دي چې په ټولپوښتنې کې ۸۷ عشاریه ۴۵ په سلو کې خلکو برخه اخیستې وه.
د انتخاباتو د ادارې رئیس وویل "د ترکیې د ولس په استازیتوب اعلان کوم چې په اساسي قانون کې تعدیل منظور شو."
په اساسي قانون کې دا بدلون معنی دا ده چې حکومت به د پارلماني نظام پر ځای په جمهوري ریاست بدل شي، د صدراعظم مقام به له منځه ولاړ شي او د جمهور رئیس واک او اختیار به زیات شي.
په ترکیه کې د ۱۹۲۳ میلادي کال راپدیخوا دا د هیواد په سیاسي نظام کې تر ټولو مهم او غټ بدلون ګڼل کیږي. هغوي چې د "نه" پلوي یې کوله، ویره لري چې په ترکیه کې به ټول واک د یو شخص لاسته ورشي او توازن به ونه ساتل شي.
خو پخپله جمهور رئیس رجب طیب اردوغان بیا ویلي دي چې په اساسي قانون کې بدلون به په ترکیه کې د زیات ثبات او نیکمرغۍ سبب شي.
په ترکیه کې انتخابات په ۲۰۱۹ کال کې کیږي او تمه کیږي چې په اساسي قانون کې اکثریت تغیرات تر هغه وخته پورې راشي.