د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د ترکیې د برید مسولیت واخیست


د ترکیې ولسمشر ویلي چې د ترهګرو پر ضد به جنګ روان ساتي
د ترکیې ولسمشر ویلي چې د ترهګرو پر ضد به جنګ روان ساتي

د داعش ډلې په ترکیه کې په یو نایټ کلپ کې د برید مسولیت واخیست. په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۹ تنه ووژل شول او شاوخوا ۷۰ نور ژوبل شول.

د داعش اړوندې ویپاڼې اعماق په یو خبر کې بریدګر د "خلافت اتل سرتېری" بللی دی. د اعماق په خبر کې راغلي چې دوی پر هغه کلپ برید کړی چې "مسیحیانو په کې خپل کفري جشن" نمانځه.

داعش ډلې د ترکیې حکومت هم غندلی او ویلی چې دا برید یې د اسلامی دولت ډلې پر ضد د استانبول د پوځي عملیاتو په غبرګون کې کړی دی. ترکیې رسنۍ وايي شاید بریدګر د ازبکستان او یا قرغیزستان وي.

ځینو ترکي رسنیو دا راپور هم ورکړی چې پولیسو د ورستي برید او د جون په میاشت کې په هوايي ډګر کې د برید ترمنځ ځیني مشابهات پیدا کړي او اوس پلټنه کوي ایا دا برید خو به هماغې یوې ډلې نه وي کړی.

د برید غندل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان دا شریرانه برید وباله او ویلي دي چې د ترکیې خلک به د ترهګرو پر ضد په ګډه سره ودریږي.​

د ډېرو هېوادونو مشرانو دا برید غندلی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش دا برید غندلی او هیله یې ښودلې چې عاملین یې ژر محاکمې ته راکش کړل شي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خپل ترکي سیال ته ډاډ ورکړی چې د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې به یې یوازې پرېنږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دا ډول بریدونه به د ترهګرۍ پر ضد له ترکیې سره د امریکا مرسته او همکاري نوره هم زیاتوي.

د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو هم ویلي چې هېواد به یې د اورپکۍ پر ضد له خپلو متحدو سره ګډ کار کوي.

له دغه برید وروسته د ترکیې په لویو ښارونو کې امنیتي تدابير زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG