د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د انقرې د برید د غچ اخیستو هوډ وکړ


چاودنه د پوځ د موټرو په قطار شویده

چاودنه د پوځ د موټرو په قطار شویده

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوان وایي د انقرې په ښار کې د موټر بم په چاودنې کې د لاس لرونکو کسانو نه به حتماً "بدل" اخلي. دغه برید پرون وشو چې اته ویشت تنه یې ووژل او یو شپیته نور یې ژوبل کړل.

ښاغلي اردوان وویل " د بم چاودنه د ټولو انساني او اخلاقي ارزښتونو په خلاف ده" او ژمنه یې وکړه چې د برید کوونکو او ټولو هغو ډلو ټپلو په خلاف به اقدام کوي چې د تشدد نه کار اخلي.

جمهور رئیس اردوګان آزربائجان ته خپل رسمي سفر هم وځنډاوه.

د موټر بم دا چاودنه په انقرې کې هغه وخت وشوه کله چې د پوځیانو د موټرو قطار د ترافیک په یوې اشارې کې ودریده.

عیني شاهدان وایي چاودنه دومره زوروه وه چې په ټول ښار کې یې غږونه واوریدل شول.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ دغه چاودنه وغندله او هغه یې ناوړه عمل وګاڼه.

د ترکیې لپاره د امریکا د متحده ایالتو سفیر جان باس هم په چاودنې "ژور خفګان ښودلی" او د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ندي ویلي چي دا چاودنه یې کړې. او نه هم پولیسو ویلي چې دا چاوده به چا کړې وي خو تیر کال د اکتوبر په میاشت کې په انقره کې چې کومه چاودنه شوې وه او سل تنه پکې وژل شوي و، د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې مسؤلیت په غاړه اخیستی و.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG