د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پوله لاهم د سوري مهاجرینو پرمخ بنده ده


په زرگونو زره سوري مهاجر د ترکیې په پوله راغونډ شوي.
په زرگونو زره سوري مهاجر د ترکیې په پوله راغونډ شوي.

که څه هم د ترکیې پوله د هغو زرګونو مهاجرینو پر مخ تړلې وه چې د سوريې په سرحدي پوله کې ایسار پاتې دي، خو د بشري مرستو لارۍ نن سه شنبې له ترکیې نه سورېې ته روانې وې.

دغه لارۍ د د کیلیس په سیمه کې له پولې نه د تیریدو په حال کې وې او په شمالي سوریه کې يې د بې ځایه شویو خلکو لپاره مرستې وړلې.

په دې تېرو څو ورځو کې د حلب په شاوخوا کې د روسیۍ په ملاتړ د سوریې د حکومت د یرغل له امله پنځه دیرش زره سوریایان دیته اړ شوي د ي چې د ترکیې د پولې په لور وتښتي

اروپايي ټولنې له ترکیې نه غوښتي دي چې خپله پوله د هغو سوریایانو پرمخ پرانیزي چې له جګړې نه تښتي، خو د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال پرون وویل چې د هغه هېواد کابینې پرون پریکړه وکړه چې دغه مهاجرین په خپلو پولو کې وساتي او هلته هغوی ته مرستې برابرې کړي.

ملګرو ملتو هم په خپل وار له ترکیې نه غوښتنه کړې ده چې د خپل نړیوال مکلفیت پر اساس د سوریې له جګړې نه د تښتیدونکو مهاجرینو لپاره خپل سرحد پرانیزي.

په زرګونو سوریایان په تیرو څو ورځو کې د حکومتي بریدونو نه وروسته له ترکیې سره په شمالي پوله کې په سختو سړو کې را غونډ شوي دي.

یو سوري مهاجر وویل، "مونږ له خپل ورور رجب طیب اردغان نه غواړو چې د بشري مرستو لپاره یوه سیمه پراینزي. دې ښځو او ماشومانو ته وګورئ. هغوی د روسۍ بمبارۍ له امله را تښتېدلي دي."

د سوریې د بشري بحران موضوع پرون په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر تر منځ په یوه کتنه کې هم راپورته شوه.

ښاغلي کیري وویل، " مونږ په دې اړه زیات کار کوو چې د سوریې د ملاتړ نړیواله ډله ددې وړتیا پیدا کړی چې د سوریې خلکو ته بشري مرستې ورسوي. بله داچی یو داسې بشپړ اوربند رامنځته کړي چې د ملګرو ملتو د امنیت شوری له ۲۲۵۴ م پریکړې سره سم وي".

هغه هیله څرگنده کړله چې په راتلونکیو څو ورځو کې به د مونیخ په غونډه کې دغه ددغه هدف ترلاسه کولو لارې چارې پیداکړی شي.

همداراز د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون د ایټالیا له ولسمشر سره په یوه کتنه کې د سوریې د مهاجرینو پر عمومي بحران خبرې وکړي. هغه وویل، "زه غواړم چې متحده ایالات د خپلو ناټو او اروپايي ټولنې له شریکانو سره په گډه کار وکړی چې ددې بشري بحران مخنیوی وکړي او دا یقیني کړي چې مونږ د قاچاقبرو هغو ځالې تعقیب کړو چې د نورو له کړاونو نه ګټه پورته کوي."

هغه سوریایان چې له خپلو کورنو نه تیښته کوي په لار کې له سړو، لوږې او مرګ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG