د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې پوځ کودتا کړې او وايي واک یې په لاس کې دی


په ترکیې کې پوځي کودتاه شوې. وضیعت مغلق ښکاري او د پیښې په هکله واضیح معلومات نه دي ورکړل شوي. یواځي پوځ په یوې بیانیې کې چې د ایمل له خوا او په تلویزون کې خپره شوې ویلي چې قدرت یې نیولی او څو ملکي مشران یې هم نیولي دي.

په بیانیې کې راغلي چې قدرت د ډیوکراتیک نظام د ساتلو دپاره نیول شوی او دا چې د بشر حقوق به رعایت شي.

خو لومړي وزیر بینالي یلدیرم ویلي چې ،، د پوځ د یوې ډلې دې اقدام ته باید د کودتاه خطاب ونشي بلکې دا یو غیر قانوني اقدام و چې د پوځ یوې ډلې د خپلې قوماندۍ څخه سرکشي کړې ده.،،

ښاغلي یلیدیرم د ان ټي وي په نامه په یوه خصوصي تلویزون کې وویل چې ملکي حکومت چې د خلګو له خوا ټاکل شوی دی اوس هم په ترکیې کې حاکم دی.

په سیمه کې خبریالان وايي چې د پوځ جټ الوتکې د پلازمینې انقرې په فضا کې په ټیټه سطح پروازونه کوي او په پایتخت کې ډزې اوریدل شوي دي.

امنیتي ځواکونو د باسفورس او فاطح سلطان محمد پلونه دواړه د ټرافیک پر وړاندې بند کړي دي.

ريپوټونه وايي چې په پلازمینې کې د پولیسو او پوځ ترمنځ نښتې شوي دي. داسې ریپوټونه هم خپاره شوي چې د جمهور ریْس د ماڼۍ پولیس خلع صلاح شوي دي. خو دغه ټول ریپوټونه په مستقل ډول نشي تاییدلای ځکه اوس هم ډیر څه روښانه نه دي.

دا خبر د انکشاف او بدلیدو په حال کې دی

XS
SM
MD
LG