د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې د پوځي کودتا د ناکامۍ نه وروسته زرگونه نظامیان نیول شوي


د متحده ایالاتو خارجه وزیر جان کیري د ېکشنبې په ورځ په جمهوررئیس رجب طیب اردوگان غږ وکړ چې د پوځ د پاک سازۍ پرمهال خپله توجه یواځې کودتاچیانو ته محدوده کړي او له حوصلې نه کارواخلي.

په ترکیه کې د وړمې ورځې ناکامې نظامي کودتا په تعقیب جمهوررئیس رجب طیب اردوگان اوس په خپل هیواد کې د عامه نظم او نسق د برقرارولو کوششونه کوي او د کودتا چیانو نیول هم دوام لري.

مگرپه واشنگټن کې د اوباما حکومت تر اوسه پورې د ښاغلي اردوگان د دې غوښتنې دعملي کولو په باب په غوڅه توگه اقدام نه دی کړې چې په امریکا کې دیره د یوه ترکيي دیني مبلغ ( فتح اله گولن) د ورحواله کولو لپاره یي ورنه کړې وه.

د ترکیی حکومت گولن په دې تور نیوه چې د ناکامې نظامي کودتا د توطیی او دسیسی په جوړلوکې یی لاس ؤ.

فتح اله گولن چې د امریکی د پینسلوانیه په ایالت کې په خپله خوښه په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او تجارتي کارونه لري،دغه تور نه مني. گولن چې ٧٥ کلن دی وروسته له هغې چې له ښاغلي اردوگان سره یی اختلافات راپیدا شول، څو کاله مخکې یي په امریکی سیاسي پناه واخیسته.

په عین وخت کې د ترکېې د حکومت طرفدارانو د یکشنبې په ورځ هم د کودتا د ناکامۍ او د ښاغلي اردوگان د ژوندي بچ کیدو جشن ولمانځه.

جان کیري د ترکیی د روانو حالاتو په اړه وویل چې ښکاري چې باید چې د کودتاچیانو سره محاسبه وشي اوهمداسې به کیږي. مونږ ټول په دې اړه یوڅه اندیښنه هم لروچې له هغو کسانو نه علاوه چې د کودتا په توطیه کی ککړ وو، نورکسان باید ونه نیول شي.

د ترکیی امنیتي ځواکونو په کودتا کې د لاس درلودلو په شک یو شمیر لوړ پوړي قاضیان او نظامي افسران نیولي دي او د ترکیی د عدلیي وزیر( بکربیزداغ) د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چی تراوسه پوری ٦٠٠٠ کسان نیول شوي دي او شاید چې شمیر به یي نورهم زیات شي.

XS
SM
MD
LG