د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې صدراعظم د بیا انتخاباتو ګټلو وروسته نوې ژمنه وکړه


د ترکیې صدراعظم د بیا انتخاباتو ګټلو وروسته نوې ژمنه وکړه

د ترکیې صدراعظم د بیا انتخاباتو ګټلو وروسته نوې ژمنه وکړه

د ترکیی صدراعظم رجب طیب اردوغان ژمنه کړی چی د مخالفینو سره به خبری کوی. هغه دغه خبره ورسته له دی نه وکړی چی ګوند یی د ترکیی په پارلمانی انتخاباتو کی اکثریت وګاټه.

خو د عدالت او ودی حاکمه ګوند، چی اردوغان یی غړی دی، پاته راغلی چی د پارلمان دوه په دریمی چوکی وګټی. د ترکیی په اساسی قانون کی د تغیراتو لپاره د دغه ملک د پارلمان کی د دوه په دریمی رایی ته ضرورت دی. ښاغلی اردوغان ویلی دی چی انتخاباتو پایلی ښیی چی د نوی اساسی قانون باید د تفاهم او سازش له لاری تصویب سی.

د ترکیی صدراعظم همداراز ژمنه وکړه چی په اساسی قانون کی به تعدیلات راولی. د ترکیی اوسنی اساسی قانون په کال ۱۹۸۲ کی لیکل سوی دی. دا هغه وخت وه چی په ملک کی د ترکی پوځ حکومت کوی.

د پارلمان د ۵۵۰ چوکیو نه، حاکمه ګوند ۳۲۶ چوکی وړی دی. په دغه ملک کی بیا مخالفه ګوند، د خلګو جمهوری ګوند ۱۳۵ چوکی او د په دریم کتار کی ترکیی ملتپاله ګوند ۵۳ چوکی ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG