د ترکیې په انقرې کې د یکشنبې په ورځ ګڼ قهرېدلي خلک راټول شول او د تېرې ورځې بریدونه یې وغندل. راټولو شویو کسانو په یوې سوله ییزې غونډې کې د ترکیې د حکومت پر ضد شعارونه هم ورکړل.
د تېرې ورځ په غبرګو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵ تنه ووژل شول. د ترکیې حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی چې، د یکشنبې په ورځ پیل شو.
یو شمېر کسانو د چاودنو سیمې ته نژدې د وژل شویو کسانو په یاد کې د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
د ولسمشر رجب طیب اردوان دفتر وايي چې د تېرې ورځې په چاودنو کې لږ تر لږه ۲۴۶ تنه نور ژوبل شوي هم دي.
ځیني کارپوهان وايي شاید دا بریدونه یا د اسلامي دولت ډلې کړي وي او یا د کرد د کارګر ګوند پر ضد ځینو ترکي ملتپالو کړي وي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوا دا بریدونه غندلي دي او په همدې حال ولسمشر بارک اوباما هم د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د چاودنو لومړني معلومات
د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د اورگاډو په لوی سټېشن کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې.
د رویټرز خبري اژانس وايي چې د ترکیې د عامې روغتیا وزیر ویلي چې په دغو چاودنو کې شاوخوا ۸۶ تنه ووژل او لسګونه نور یې ژوبل دي.
چارواکي وايي چاودنې د شنبې په سهار د کردانو په پلوۍ د یوې سوله ییزې مظاهرې تر پېلېدو لږ مخکې شوي دي.
چاودنې د انقرې د اولاس ولسوالۍ د اورګاډو د سټېشن په خروجي دروازې کې وشوې.
ویل کیږي چې ډېر وژل شوي او ژوبل شوي هغه کسان دي چې د مظاهرې لپاره ټول شوي وو؛ د کارګر ګوند او نورو مدني ټولنو دغه مظاهره جوړه کړې وه.
د ترکیې چارواکي وايي شاید دا دوه پرلپسې ځانمرګي بریدونه وو.
حکومتي خبري اژانس انادول وايي چې امنیتي او روغتيایي چارواکو ولسمشر طیب اردوان ته د چاودنو په اړه معلومات ورکړي دي.
ټاکل شوې چې ښاغلی اردوان به د شنبې په ورځ ناوخته له امنیتي چارواکو سره وګوري.
تروریستی برید
د ترکیې چارواکي وايي چاودنې " یو تروریستي برید " و.
داسې ښکاري چې د برید هدف هغه سوله ییزه مظاهره وه چې له کردي بیلتون غوښتونکو ډلې ( پي کی کی) سره د زورزیاتي د ختمولو غوښتنه یې کوله.
د کردانو د ملاتړ د ډیموګرات ګوند مشر، صلاح الدین دمېرتاز، خبریالانو ته وویل چې مرګ ژوبل زیاته وي.
هغه دا چاودنې د روان کال په سر کې د کردانو په دوو نورو ښارونو، دیارباکر او سوریس کې، له شویو چاودنو سره پرتله کړې.
نوموړي وویل "موږ د یوې لویې عام وژنې شاهدان یو. وحشي او ظالمانه برید وشو. "
له برید وروسته د مظاهرې تنظیمونکو مظاهره لغوه کړه.
د اسلامي دولت ډلې د داعش افراطیانو د ۲۰۱۵ کال د جولاۍ په میاشت کې د سوریس په ښار کې د شوې چاودنې مسولیت منلی و. په دغې چاودنې ۳۳ تنه ووژل شول او ۱۰۴ نور ژوبل شول.
خو، تر دې دمه چا د ننیو چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخستی.
اوربند
په همدې حال کې د کردستان کارګر ګوند PKK د خپلو جنګیالیو نه غوښتي دي تر هغې چې برید پرې نه وي شوی، دوی دې هم په چا برید نکوي.
دوه کاله کېده چې ترکیې او د پې کې کې یاغیانو په یو بل ډزې نکولې خو درې میاشتې وړاندې دهغوی تر منځ اوربند مات شو او د ترکیې پوځ د هغوی په مرکزونو پراخ پوځي عملیات وکړل.
د فرات خبري اژانس د پې کې کې د یوه مشر له قوله ویلي، دا کار یې پدې خاطر کړی چې د نومبر د میاشتې عمومي انتخابات آزاد او عادلانه وشي.