د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې دولتي چارواکي وایې چې نن په اسټامبول کې د ریموټ کنټرول په وسیله د ترکېې دواکمن گوند د دفتر سره نژدې بم وچول شو چې شاړس کسان یي ټپیان کړل. په ټپیانو کې زیات شمیر یې پولیسان وو.

د اسټمبول د پولیسو قوماندان خبریالانو ته وویل چې چاودیدونکي مواد په یوه ولاړ موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو او هغه مهال د رېموټ کنټرول په وسیله وچول شو چې د پولیسو یو سرویس موټر په لاره تیریدی.

د ترکیې دولتي تلویزون دچاودنې نه وروسته اخیستل شوي تصوېرونه وښودل. آمبولانسونه او د اور وژنې موټر لیدل کیدل چې دچاودنې ځای ته په بیړه روان وو.

د بم چاودنه د صدراعظم رجب طبیب اردوان ترمشرۍ لاندې د ترکېې د واکمن عدالت او پراختیا گوند د دفتر سره څیرمه وشوه. د پولیسو سرویس موټر په چاودنه کې په بشپړ توګه ویجاړ شوی دی. ترواسه پوري هیچا د دغې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستلی، خو زیات گومان یې په کردي یاغیانو، او ځینو نورو چپي ډلو باندې کیږي.

XS
SM
MD
LG