د لاس رسي وړ اتصالات

د استانبول په چاودنه کې ۴ کسان ووژل شول


د استانبول په چاودنه کې ۴ کسان ووژل شول
د استانبول په چاودنه کې ۴ کسان ووژل شول

د ترکیې چارواکي وايي چې د سړک د غاړې یو بم چې له لیرې نه کنترول کیده، په استانبول کې د هغه سرویس موټر خوا ته وچاود چې عسکر او د هغوی کورنۍ یې انتقالولې.

په دغه چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او ١٢ تنه نور زخمي شول.

ددغه ولایت والي حسین آونی مطلو نن د سه شنبې په ورځ وویل چې دا برید یو تروریستی عمل و.

د ترکیې مطبوعات وايي په مړو کې دوه عسکر او د یوه بل عسکر لور شامل دي. سرویس موټر د هلکلي په اولسوالۍ کې سفر کاوه. په دغه سیمه کې د نظامیانو لپاره استوگنځي موجود دي.

تر اوسه پورې ددغې چاودنې مسوولیت چا په غاړه ندی اخیستی؛ خو دا بم چونه په داسې وخت کې کيږی چې د کردی یاغیانو په واسطه په مرگ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

په تیرو دوه ورځو کې، د عراق په سرحد د کردي یاغیانو په بریدونو کې ١٢ ترکي عسکر وژل شوي دي.

ددې په ځواب کې د دوشنبې په ورځ ترکیې د کردي یاغیانو خلاف له عراق سره د پولې په اوږدو کې پراخه عملیات پیل کړي دي.

نظامي چارواکیو د سه شنبې په ورځ وویل چې په دوه جلا نښتو کې د شپې له خوا نه یو عسکر وژل شوی دی او د کردستان د (پې کې کې) اووه جگړه ماران هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG