د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې بندیانو اور بل کړی، ۱۳ کسه وژل شوي


د ترکیې په جنوب ختیځ کې په یوه زندان کې بندیانو کمپلو او فرشونو ته اور اچولی دی چې له امله یې ۱۳ بندیان وژل شوي دي.

د ترکیې لومړیْ وزیر رجب طیب اوردګان وايي چې بندیانو پرون د شنبې په ورځ ناوخته د یوې جګړې وروسته، په یوه ۱۸ کسیز وارډ کې خپل د خوب ځایونو ته اور واچوی. دغه پېښه د اکثریت کورد او عربي ژبو په سېمه کې( د سنلي روفه) په ښار کې رامنځ ته شوه . پنځه کسه ټپي شوي بندیان یو روغتون ته انتقال شوي دي. د دوي له ډلې نه یو هم په خراب روغتايي وضیعت کې نه دی.

بندیانو خپل د وارډ لاره په څوکیو، چپرکټانو او نورو شیانو بنده کړې وه چې د ژغورنې د عمله مخه ونیسي.

پخوا هم په ترکیې کې بندیانو په زندانونو کې اورونه لګولي دي او د خراب وضیعت په خاطر یې احتجاجونه کړي دي خو چارواکو دغه ځل پر دې ټینګار کړی دی چې ددغه ځل پېښه د بغاوت په لړ کې نه ده رامنځ ته شوې خو تر اوسه پوري یې د پېښې د رامنځ ته کېدو د لامل په هکله توضیحات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG