د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې دولس زره پولیس له دندو ګوښه کړیدي


د ترکیې چارواکو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ۱۲۸۰۱ تنه پولیس یې له دندو ګوښه کړیدي چې دوه زره او پنځه سوه یې قوماندانان و.

په ګوښه شویو پولیسو دا شک کیږي چې د فتح الله ګولن سره اړیکې لري. ګولن پخپلې خوښې ځان په متحده ایالاتو کې جلا وطن کړی او د ترکیې چارواکي دا شک لري چې د حکومت د نسکورولو لپاره ناکامه کودتا د همده په رهبرۍ شوې وه.

د حکومت د دې اعلان نه وروسته پریکړه شوې وه چې اضطراري حالت به د دریو نورو میاشتو پورې وغځوي. په ترکیه کې د ناکامې کودتا نه وروسته حکومت اضطراري حالت اعلان کړ چې وکړی شي هغه کسان وځپي چې په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو شک پرې کیده.

داسې ویل کیږي چې حکومت تر اوسه شاوخوا سل زره پوځیان، پولیس، د قضایه قوې او پوهنې د چارو کارکوونکي له دندو لیرې کړیدي. حکومت همدارنګه تقریباً دیرش زره کسان پدې تور بندیان کړیدي چې په کودتا کې یې لاس درلود.
په نیول شویو کسانو کې زرګونه یې قاضیان دي چې د اساسي قانون د محکمې دوه جګپوړي غړي هم پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG