د لاس رسي وړ اتصالات

دترکیې پوځ وايي د دوي یوه چورلکه دکابل په شاوخو کې له ېوه کورسره ټکر شوې ده او 12 عسکر پکې وژل شویدی. پردی سر بیره یې دوه کسان پرزمکه وژلي دي. چارواکي وايي د سیکورسکي هیلیکوپټر دناټو دوقواوو دېوې برخې په توگه خپل ماموریت سرته رساوه چې د جمعی په ورځ د کابل د بگرامېۍ د اولسوالی په شاو خواکې ولویدله.

دترکیې د باندنیو چارو وزیر احمد دادود گلو وویل چې دغه هیلیکوپټره په داسي حال کې راولویدله چې په بېړه ېې پرزمکه د کښینستلو هڅه وکړله. هغه خبریالانو ته وویل چې دا ډیر غټ ټکر دی او ډېره ژوره غمیزه ده.

له بل پلوه افغان چارواکو وویل چې دوه ماشومان هم ددغې هیلیکوپټرې په ټکر کې هغه وخت ووژل شول چی دکښیناستو په وخت کې یې له کورسره ټکر وکړ.

ناټو ووېل چی ددغه ټکر دعواملو په برخه کې تحقیقات کېږي. لومړني رپوټونه څرگندوی چې په دغه سیمه کې د چورلکې د ټکر په وخت کې د دښمن فعالیتونه نه وو. رپوټ وایې ترکیه په افغانستان کې 1800 عسکر لري. دترکیې ماموریت په گزمو پوري محدود دی او په جنگي عملیاتو کې برخه نه اخلي.

په یوه بل رپوټ کې ویل شوی دي چې دافغانستان په ختیځ کې د دوي یو عسکر د بم په چاودنه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG