د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران نوي خارجه وزیر لومړی سفر ترکیې ته وکړ


د ایران نوي خارجه وزیر لومړی سفر ترکیې ته وکړ
د ایران نوي خارجه وزیر لومړی سفر ترکیې ته وکړ

د ایران د باندنیو چارو وزير علي اکبر صالحي ترکیې ته په سفر تللی دی. ښاغلی صالحي چې په ترکیه کې د اقتصادي همکارۍ د سازمان د مشرانو په غونډه کې برخه اخلي، دا یې د موقت باندنیو چارو د وزیر په توگه خارج ته لومړی سفر دی چې کوي یې.

صالحي نن استامبول ته ورسېد چېرې چی د ایران، ترکیې، افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا دهیوادونو په شمول د اقتصادي همکارۍ دسازمان غونډه کېدونکې ده.

د ایران د باندنیو چارو وزیر به غونډې ته وینا وکړی. د غونډې هدف دا دی چې د غړو ملکونو ترمنځ د تجارت په برخه کې همکاري زیاته شي او خپلې تجارتي اړېکې پېاوړې کړي.

د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد یوه هفته مخکې یو ناڅاپه ددغه هېواد پخوانی د باندنیو چارو وزیر منوچهر متکي د خپل کار نه گوښه کړ او صالحي یې د هغه پر ځای وټاکه. ښاغلی علي اکبر صالحي چې د اېران داټومي انرژۍ د ادارې رئیس وو، د ایران اټومي پروگرام په اړه لوېدیځو قدرتونو سره په خبرو کې دایراني پلاوي مشري په غاړه لرله .

ټاکل شوې ده چیې په جنورۍ کې به ایران د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د دایمي غړو او جرمني سره خبرې شروع کړي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس احمدي نژاد به هم ترکیې ته سفر وکړي او په دغه غونډه کی به گډون وکړي. اېران ډېر زیات کوښښ کوي چې د ترکیې سره خپلې اقتصادي اړېکې پېاوړې کړي او سږکال په اکټوبر کې ېې د زراعت، تعلیم، گمرکاتو او بانکدارۍ په برخو کې د همکارۍ څو موافقې لاس لیک کړلې. ترکیه به په جنورۍ کې د ایران داټومي پروگرام په هکله د خبرو کوربه توب هم په غاړه ولري.

XS
SM
MD
LG