د لاس رسي وړ اتصالات

عراق ترکیې ته: له موصل نه خپل سرتیري سمدستي وباسئ


د موصل ښار په شاو خوا کې په سلگونو ترکي سرتیري ځای پر ځای شوي دي.
د موصل ښار په شاو خوا کې په سلگونو ترکي سرتیري ځای پر ځای شوي دي.

د ترکیې حکومت د عراق موصل ښار په شاوخوا کې د ترکي سرتیرو ساتنه خپله وظیفه گڼلې ده او ویلي یې دي چې هغوی د روزنیز ماموریت لپاره په ساحه کې حضور لري.

ترکیې د تیرې پنجشنبې په ورځ د عراق په شمال کې د بشیقه سیمې ته په سلگونو قواوی استولي او ویلي یې دي چې دغه کار یې د موجوده روزنیز پروگرام له مخې د سرتیرو د تبادلې په خاطر کړی چې له عراق سره د موصل ښار په بیرته نولو کې مرسته وکړي. دوی زیاتوي چې سرتیري یې د ترکي پوځي روزونکو د امنیت د ساتنې لپاره هلته ځای پر ځای کړي دي.

ترکیې په داسې حال کې دا خبره کړې ده چې عراق هغه هیواد ته د ترکیې ددغو وروستنیو لیږدول شویو ځواکونو سمدستي وتل غوښتي دي.

د عراق حکومت ویلي دي چې د ترکیې وروستي اکمالات د بغداد سره له مشورې او هم آهنگۍ پرته شوي دي. د عراق صدراعظم حیدر العبادي د یکشبې په ورځ ویلي دي چې که ترکي قواوی په ۴٨ ساعتونو کې ونه وځي نو ښایي عراق د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي.

عراق د ترکیې دغه کار د هغه هیواد په ارضي بشپړتیا باندې تیری گڼلی دی.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش وایي چې د عراق صدراعظم حیدر العبادي په وار وار د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د ترکیې د فعال رول غوښتنه کړې ده او زیاتوي چې د هغه په باور د عراق په غبرگون کې نورو هیوادونو رول لوبولی دی.

وروسته له هغې چې دوه اونۍ دمخه روسیې جنگې الوتکه د ترکي ځواکونو له خوا د سوریې سره په پوله وپرزول شوه، مسکو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان او د هغه کورنۍ د داعش تر کنترول لاندې سیمو څخه د تیلو په قاچاق تورن کړ. خو انقرې دغه ادعاوی رد کړې.

د اسلامي دولت د ډلې سخت دریځو د ٢٠١۴ کال په جون کې د عراق د دوهم ستر ښار موصل کنترول ترلاسه کړ او د دې ښار د بیرته نیولو هڅې په نورو جبهو کې د عراقي ځواکونو د بوختیا په خاطر ځنډیدلې دي.

XS
SM
MD
LG