د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د روغتیایي سیاحت په مرکز بدلیږي


د ترکیې د روغتیا وزارت په ونیا په ٢٠١٦ کی ١٥٢٠٠٠ کسان ترکیې ته په روغتیایي سفر ورغلي وو
د ترکیې د روغتیا وزارت په ونیا په ٢٠١٦ کی ١٥٢٠٠٠ کسان ترکیې ته په روغتیایي سفر ورغلي وو

ترکیه په داسې حال کې په بیړه د روغتیایي سیاحت په یو مرکز اوړي چې هر کال په لسگونو زره خلک استانبول او د ترکیې نورو ښارونو ته مخه کوي ترڅو د زنانه ناروغیو نه نیولې تر هډوکو او پلاستیکي جراحۍ پورې ارزانه روغتیایي خدمتونو نه گټه واخلي.

د استانبول ښار د تقسیم په مشهوره څلور لارې کې د گرځیدو پر وخت د منځني ختیځ وگړي تر سترگو کیږي چې پر کوپړۍ یې تازه نوي ویښتان پیوند کړي دي.

یو اردنی روغتیایي سیلاني خالد صالح په ترکیه کې د روغتیایي خدمتونو د ارزنۍ په ستایلو سره وایي "که د ویښتانو د پیوند په شان عملیات مې په خپل هیواد کې کړي وای نو ښایي ٥٠٠٠ ډالر به مې مصرف کړي وای، په داسې حال کې چې دلته مې یواځې ١١٠٠ ډالر مصرف کړل".

په ترکیه کې د وروستیو ترهگریزو حملو سره سره په دې هیواد کې د درملنې په مقصد روغتیایي سیاحت مخ په پراخیدو دی. د ترکیې د روغتیا وزارت په ونیا په ٢٠١٦ کی ١٥٢٠٠٠ کسان ترکیې ته په روغتیایي سفر ورغلي وو.

د ترکیې د روغتیایي سیاحت د چارو سلاکار امره علي کودان وایي ترکیه ځکه د روغتیایي سیاحت یو مناسب ځای دی چې بیې ډیرې ټیټې دي.

ښاغلی کودان زیاتوي "زمونږ د روغتیایي خدماتو کفیت ډیر لوړ دی. مونږ له اروپا نه په ډیرو برخو کې مخکې یو او مونږ د منځني ختیځ له خلکو سره کلتوري نزدیوالی لرو، هغوی مونږ پیژني او مونږ هغوی. په همدې خاطر دي چې د منځني ختیځ بیماران مونږ غوره گڼي او په اروپا کې زمونږ اعتبار په پراخیدو دی".

یو ٢٣ کلن جرمني سیلاني یان بورچیویت چې په ترکیه کې یې د ویښتانو د پیوند کلینیک د آنلاین له لارې موندلی وایي "دا په جرمني کې د بیې څلورمه برخه ده. نو ما د ویښتانو د پیوند په هکله ځان پوره پوه کړ او په انټرنیټ کې مې معلومات ترلاسه کړل. ما خپل عکسونه هغوی ته ولیږل او هغوی راته د بیې وړاندیز وکړ او ما ومنل".

په ٢٠١٦ کې هره میاشت په وسطي توگه ٥٠٠٠ کسانو په ترکیه کې د ویښتانو د پیوند کولو عملیات کړي دي او تمه ده چې په روان کال کې دغه شمیره نوره هم زیاته شي.

XS
SM
MD
LG