د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه پر داعش باندې هوایي بریدونه کوي


د متحده ایالاتو الوتکه پر داعش باندې د برید د پاره د ترکیې په جنوب کې د انسرلیک د نظامي هوایي ډگر څخه پرواز کوي

د متحده ایالاتو الوتکه پر داعش باندې د برید د پاره د ترکیې په جنوب کې د انسرلیک د نظامي هوایي ډگر څخه پرواز کوي

ترکیې منلې ده چې پر داعش باندې د ائتلافي ځواکونو په هوایي ماموریت کې برخه اخلي. د پنټاگان ویاند پیتر کوک خبریالانو ته وویل چې په هوایي عملیاتو کې د ترکیې شمولیت به یو څو ورځې وخت ونیسي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند وویل "د ائتلافي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ترکیې برخه اخیستل یو ستر پرمختگ دی چې موږ له ډېرې مودې راهیسي ورته انتظار کاوه. موږ هڅه کوله چې ددې کار لوژیستیکي کارونه خلاص کړو او اوس مو ټول تیاری نیولی دی.

د دفاع وزیر اشتن کارټر تیره اونۍ ویلي وو چې دوی له ترکیې نه غوښتې دي چې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد په جگړه کې ډیره ونډه واخلي.

ترکیې تیره میاشت امریکایی ځواکونو ته پر داعش باندې د بمباری د پاره د هغه هیواد د یوې هوایي اډې څخه د پروازونو اجازه ورکړې وه. دا ځل یې یو گام مخکې اخیستی او هغه دا چې پخپله ترکي پیلوټان به په ماموریت کې ور گډ شي.

په ائتلاف کې د ترکیې ونډه په ښکاره ډول زیاتیږي خو د پنټاگان ویاند وایي چې په ماموریت کې ترکیه لا ډیر کارونه کولی شي.

د پنټاگان ویاند خبریالانو ته وویل چې د ترکانو سره یې د همکارۍ د لا پراخولو په اړه خبرې اترې روانې دي. د ترکیې او متحده ایالاتو ترمنځ د همکارۍ په خبرو اترو کې د هغه هیواد د جنوبي سرحد سوریې او عراق په امنیتي وضعیت خبرې کیږي.

ترکیې وړاندیز کړی دی چې د سوریې د هغو کډوالو د پاره چې د جگړو نه تښتي، پولې ته نژدې د سوریې په خاوره کې (د امن سیمه) مشخصه کړي. خو د پنټاگان ویاند ویلی دي چې متحده ایالات او ترکیه د همکارۍ په پراخولو کې په یو نظر دي، خو د ترکیې له دغه نظر سره علاقه نلري چی د مهاجرینو لپاره دې (د امن سیمه) په سوریه کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG